|
افغانستان ته د ځواکونو ليږل : ستونزې او سرخوږى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا څو موده کېږي چې د امريکا د دفاع وزير رابرټ گيټس په ناټو کې له خپلو متحدينو غواړي چې نور عسکر ورکړي- په تېره بيا هسې عسکر چې په جنوب کې جنگېدو ته جوړ وي. امريکا په ښکاره داسې گڼي چې متحدين يې د دغه ماموريت د ننگې لپاره چې د ناټو د عزم يو ازمېښت گرځېدلى دى، پوره وس چار نه کوي. جرمني سملاسي ٣٢٠٠ سرتيري لري چې په شمالي نسبتا" آرامو سيمواو ځينې يې په کابل کې مېشت دي. خو له دويمې نړيوالې جگړې وروسته په بهر کې پر جگړه ييزو عملياتو د جرمني د زاړه شک په رڼا کې، د دغه هيواد ځواکونه په افغانستان کې د عمل محدوديت لري او ډېر دا محدوديتونه د جرمني پارلمان، پر هغوى افغانستان ته له استولو وړاندې لگولي وو. د جرمني يو پارلماني غړى او د واکمنې ټلوالې د يوه شريک گوند – SDP وياند گيرت فېس کېرخين وايي چې د اوس لپاره لا هم پارلمان پر هماغه دريځ ولاړ دى: (( د دوى په واکونو کې راغلي او دا زموږ د پارلمان پريکړه هم ده چې هغوى جگړې ته چمتو دي خو يوازې په شمال کې . نو واکونه همدا دي چې پارلمان منلي دي ، خو اوس بحثونه روان دي چې ايا پر همدې ټينگ پاتې شو ، که بدلون پکې راولو . ولس د نورو عسکرو استول نه غواړي او نه غواړي چې دغه عسکر دې جنوب ته واستول شي . ځکه نو لومړى بايد پر دوى يو غور وشي او بيا به وکتل شي چې پريکړه څه ده . )) د افغانستان پر حالاتو د امريکا غوسه اوس ، په ويلنيوس کې دا اوونۍ د ناټو تر غونډې او بيا په ثور کې د ناټو تر سرمشريزې وړاندې لگيا دى ډېرېږي. خو داسې نه برېښي چې جرمني دې په خپله ونډه او يا د پوځيانو په شمېر کې بدلون راولي. د "زيوت دويچلاند" ورځپاڼې په ليکنه، ښاغلي گيټس له جرمني نه غوښتي چې د افغانستان جنوب ته پلي ټولگي، پاراشوتي ځواکونه او چورلکې ولېږي چې د کال په پاى کې د ٣٢٠٠ امريکايي ځواکونو ځاى ونيسي. ويل کېږي چې د جرمني د دفاع وزير فرانڅ يوسېف يونگ په ځواب کې همدومره سخت ليک واشنگټن ته استولى دى. د ښاغلي گيټس نورې هڅې هم چې د پنجشنبې ( د جنوري ٣١ ) په ورځ د فرانسې د دفاع له وزير هېرف مورين سره د کتنې پر مهال دغه هيواد د نورو عسکرو ورکړې ته رامات کړي، همدومره بې گټې راوختلې. فرانسه په افغاسنتان کې ١٣٠٠ پوځيان لري او د فرانسې ولسمشر تر راروانې سرمشريزې مخکې په پاريس کې د ناټو له مشر سره په سلا مشورو بوخت دى، خو داسې نه برېښي چې نيکلا ساغکوزي دې هم د جرمني په څېر د جگړې له پاره نور عسکر ورکړي. د ناټو ستونزه داده چې په جنوب کې د طالبانو د مقابلې له پاره له کافي شمېر پوځيانو پرته دا خطر رېښتيا شته چې افغانستان بيا په يوه ناکام دولت واوړي او په دې ډول به ټول هغه پرمختگونه چې تر اوسه شوي، له منځه ولاړ شي. | ورسره تړلي نور خبرونه گېټس : ناټو ځواک دې ډير شي ، اعتبار په داو دى01 فبروري, 2008 | خبرونه د افغان دولت د ناکاميو په باب ولې خبرې کيږي31 جنوري, 2008 | خبرونه څېړنه: پر افغانستان دې له سره فکر وشي30 جنوري, 2008 | خبرونه ستاسو غږ 24 نومبر, 2004 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||