BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:26 گرينويچ 2008 ,31 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغان دولت د ناکاميو په باب ولې خبرې کيږي

بهرني ځواکونه
لويديځ ديپلوماتان د ځينو پوځي بريو خبرې کوي خو له لويه سره د يوې واحدې تگلارې نشتوالى هم يادوي
د امريکا ولسمشر جورج بوش په دې اونۍ کى کانگرس ته پخپله کالنۍ وينا کي افغانستان ته د ځوانې دموکراسۍ خطاب وکړ او ويې ويل هلته ځواني نجوني او هلکان ښوونځيو ته ځي نوي روغتونونه او سړکونه پکي جوړېږى او خلک راتلونکي ته هيله من دي.

د اکثرو څيړونکو په نظر پدى وېنا کى د دي هيواد د اوسنۍ وضعي په هکله يو رنگېن اومثبت تصوير وړاندى شو خو ځيني نوي رپوټونه خبر داري ورکوي هغه څه چي پدي تيرو څو کلونو کي تر لاسه شوي اوس مهال له گواښ سره مخامخ دي

يو راپور واېې افغان دولت اوس د يوۀ ناکامه دولت د نوم گټلو له گواښ سره مخامخ دى .

اکثر څيړونکى د ناکام دولت په تعريف کى د واک او پرمختگ موضوع ته پاملرنه کوى او واېې چى لدى نه هدف يو کمزورى او بې اغيزې مرکزي مرکزي حکومت څخه دي چي د هيواد په اکثرو برخو کنترول نلري او د سياسي اواقتصادي جلا والى او مهاجرو په لويه پيمانه خوځښت سره مخامخ دى.

د څېرنى ېو بل امرېکاېې مرکز چى د ناکامو دولتونو شاخصونه تعېېنوى افغانستان ېې د لسو ناکامو هغو په لست کى راوړى دى.

لوېديځ هيوادونه لا اوس هم تاکيد کوي چي افغانستان کي ډير مثبت تغييرات راغلي خو په رسمى کړېو کى اندېښنى مخ په زېاتېدو دى.

لويديځ ديپلوماتان که څه هم د ځانگړو پوځي لاسته راوړنو خبري کوي خو د ېوې هراړخيزې تگلارې نشتوالى هم يادوي

پدي هکله هم انديښنې شته چي له نړيوالو مرستو څرنگه کار اخيستل کېږي او ېا داچى څنگه په ناوړه توگه کارول کېږى.

سره له دي چي پر حامدي کرزي باندي د يوۀ ولسمشر په توگه بشپړ باور شته خو پر هغه نيوکي کيږي چي ډير وخت په کابل کي تيروي دغه راز د ډير شوي فساد ، نا اتفاقيو او په حکومت کې دننه د مستعدو کسانو پر نشتوالي هم اندېښنې شته .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت