BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:04 گرينويچ 2008 ,31 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اکسفام هم د افغانستان پر راتلونکې اندېښنه وښووله
اکسفام
برتانوۍ مرستندويې ټولنې د پنجشنبې په ورځ خپل رپوټ خپور کړ
داکسفام خيريه ټولنه وايي دبشري ناورين دمخنيوي لپاره زياتوبدلونونوته اړتيا ده .

داپداسې حال کې ده چې داتلانتيک امريکايي شورا خبردارى ورکړى ددې لپاره چې افغانستان په يوه ناکام دولت وانه وړي بيړنيوبدلونونوته اړتيا ده.

دافغان څيړنوپه نوم يوې بلې امريکايي ټولنې ويلي دافغانستان دثبات اوټيکاودنده څپڅپانده شوې ده اودنوى تاوتريخوالي نښې بريښي.

هلته دترياکوکرزيات شوى اوپه حکومت باورهم له منځه ځي چې دادسترې انديښنې سبب گرځي.

بل پلو دکاناډالومړى وزير ستيفن هارپر ولسمشربوش ته ويلي که ناتودافغانستان جنوب ته نورسرتيري ونه ليږي دده هيواد به په ا فعانستان کې پوځي دندې ته دوام ورنکړي.

ښاغلي هارپرغواړي چې ناټودافغانستان جنوب کندهارته نورزرسرتيري واستوي .

دغلته دکانادا دوه نيم زره سرتيري په دنده بوخت دي.

له ٢٠٠٢ کاله راهيسې چې کاناډادلته خپل سترتيري ځاى پرځاى کړل تراوسه دهغوى ٧٨ سرتيري اويوديپلومات وژل شوى دى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت