BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:03 گرينويچ 2008 ,01 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
گېټس : ناټو ځواک دې ډير شي ، اعتبار په داو دى

گېتس
کيږي چې د امريکا د دفاع وزير په بې ساري ډول خپل جرمن سيال ته سخت ليک لىکلى دى
د متحدو ايالاتو د دفاع وزير رابرټ گېټس پر جرمني غږ کړى دى چې افغانستان ته نور سرتيري وليږي .

ښاغلي گېټس خبردارى ورکړى چې که افغانستان ته نور سرتيري ونه ليږل شي نو ناټو ځواکونه به خپل اعتبار له لاسه ورکړي .

دغه غوښتنه د امريکا د دفاع وزير خپل جرمن سيال ته په يوۀ ليک کې کړې چې د جرمني د يوې ورځپاڼې په وينا په بې سارې ډول سخت ليکل شوى دى .

يو بل ته د ترخې ژبې دا کارول پر داسې يوه مهال شوي چې په افغانستان کې د ناټو د ماموريت پر ناکامېدو اندېښنو زور اخيستى دى.

دا، همداراز پخپله د ناټو دننه د ترينگلتيا وو له څرگندېدو سره يو ځاى شوي دي.

د کاناډا لومړي وزير سټيون هارپر ولسمشر بوش او لومړي وزير گورډن براون دواړو ته اولتيماتوم ورکړى چې که ناټو د افغانستان د جنوب په خورا خطرناکو سيمو کې نور عسکر وانه چوي، کاناډا به په دغه هيواد کې خپل پوځي ماموريت راونغاړي.

امريکا لا له مخکې د نورو ٣٠٠٠ عسکرو د استولو ژمنه کړې ده، خو د ناټو نور هيوادونه او په دې ډله کې فرانسه او جرمني يې هڅولي چې ځانونه وخوځوي.

تر اوسه د ناټو ډېرو غړو افغانستان ته د پاموړ شمېر عسکرو له استولو څخه ډډه کړې ده.

واشنگټن هڅه کړې چې د ناټو له نورو غړو سره په ډاگه له تا ويلو ماويلو نه ځان وساتي، خو د مشرانو جرگې يوې کميټې ته يوۀ جگپوړي امريکايي ډېپلمات ويلي چې "په ناټو کې له خپلو ملگرو نه لا ډېر څه غواړي" او زياته کړې يې ده چې يوازې څو د گوتې په شمېر متحدين په جنوب کې له ياغيانو سره د مقابلې لپاره جنگي عسکر لري .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت