|
ايساف:دخلکوساتنې لپاره په گاډو نښې لگوو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې د ناټو چارواکي وايي په افغانستان کې يې د ملکي کسانو د وژلو د مخنيوي په موخه نوې هڅې پيل کړې دي . ناټو د هغو ملکي کسانو د وژلو د مخنيوي خبره کوي چې پر سړک باندې د دوى د سرتېرو د تېرېدو پر مهال پرې شکمن کيږي او ډزې کوي . ناټو وايي که چيرې عام وگړي ددوى پوځي کاروانونو ته نژدې ور نه شي نو دوى ته به دهغو کسانو پيژندنه اسانه شي چې ځانمرگي بريدونه کوي . په کابل کې د ناټو چارواکي وايي چې په تيرو شپږو مياشتو کې ١٩ ملکي کسان ددوى د سرتيرو د ډزو له کبله وژل شوي او ٢٦ تنه نور ټپيان شوي دي . ددوى په وينا دا هغه کسان دي چې د ناټو د سرتيرو خبرداريو ته يې پاملرنه نه ده کړې او ددوى گاډو ته نژدې شوي او سرتيرو پرې ډزې کړي دي . ناټو وايي ملکي کسانو ته يې د خبرداري په موخه په خپلو پوځي گاډو ځيني نښې لگولې وې، خو اوس يې دغه نښې غټې او په بيلابيلو رنگونو يې روښانه کړي دي چې په تياره کې هم د ليدو وړ دي . همدرانگه د ناټو د ځواکونو د گاډو په خوا کې هم په دري او پښتو ژبو ليکل شوي چې 'ليرې واوسئ.' د ايساف د ځواکونو يو چارواکې برند الرت وايي ځان مرگي بريدونه د ايساف د ځواکونو د موخو پر وړاندې لوې گواښ بلل کيږي چې ددوى سرتيري بايد د داسې بريدونو پر وړاندى د ځان دفاع وکړي . هغۀ وويل: ''ځانمرگي بريدونه د ايساف د ځواکونو پر وړاندى يو ستر گواښ بلل کيږي . موږ له ټولو خلکو غواړو چې ز موږ پوځي گاډو ته نژدې نه شي، موږ په لاس او د رنگه څراغونو په وسيله هغوى ته اشاره کوو ، د ايساف سرتيري نه شي کولاى ملکي کسان له هغو ځان مرگو بريد کوونکو نه بيل کړي چې په ناپوځې گاډو کې سپارۀ وي.'' دناټو چارواکي زياتوي که چيرې په گاډو کې سپاره ملکي کسان د ايساف د ځواکونو خبرداريو ته پاملرنه ونکړي نو دوى به پرې ډزې وکړي . له دى وړاندى هم د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د ناټو ځواکونو د ملکي کسانو پر موټرو ډزې کړې دي چې ددوى په وينا ددوى خبرداريو ته يې پاملرنه نه ده کړى . داسې ډېر پيښ شوي چې ځان مرگو بريد کوونکو افغان او بهرني پوځيان په واټونو کې د تللو پر مهال په نښه کړي دي . د ناټو ستر کاروانونه وخت ناوخت که شپه وي يا ورځ په ښارونو او سيمو کې د تگ راتگ په حال کې وي چې ډير وخت د ناپوځې گاډو پر وړاندې لاره هم بندېږي چې ددوى گاډي تير شي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||