|
کاناډا د کندهار پرپوځي ماموريت غږېږي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کاناډا پارلمان په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پرېښودلو په اړه خبرې اترې پيل کړې . د کاناډا پارلمان د افغانستان په سويل کې د خپلو سرتېرو د ماموريت پر اوږدولو خبرې پيل کړې دي . کاناډا اوسمهال د افغانستان په نارامه سويل سيمو کې شاخوا ٢٥٠٠ سرتېري لري . تر اوسه د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره په نښتو کې د يوه کاناډايي خبريال په گډون ٧٨ سرتېري وژل شوي دي، چې دې کار د کاناډا په عامو وگړو کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پرېښودو په اړه بېلابېل نظرونه رامنځته کړي دي . په کاناډا کې د محافظه کار لږکى گوند وايي چې په افغانستان کې دې د کاناډايي ځواکونو ماموريت تر ٢٠١١ کال پورې اوږد شي، چې په دې اړه يې د مخالف لېبرال گوند د ملاتړ لاسته کولو لپاره يو طرح وړاندې کړې ده . په دې طرح کې راغلي چې کاناډايي پوځيان بايد د مرستې او همکارۍ په موخه د ناټو تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې پاتې شي . د تېرې مياشتې په لومړيو کې کاناډا اعلان وکړ چې د خپلو پوځيانو ماموريت به په افغانستان کې تر دوو نورو کلونو پورې وغځوي. د کاناډا چارواکو ټينگار کړى چې د افغانستان په سويل کندهار ولايت کې به د ناټو د ځواکونو د ډېرښت په صورت کې د خپلو پوځيانو ماموريت اوږد کړي . دغه طرح اوسمهال د دولت له خوا نه د کاناډا پارلمان ته د تصويب لپاره وړاندې شوې ده .
د کاناډا د دفاع وزير پيټرماکي په ډېر ټينگار سره په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د مېشتېدو غوښتنه کړې ده . هغۀ ويلي چې: د افغانستان ستونزه د نورو ستونزه نه، بلکې زموږ ستونزه ده . د کاناډا ددفاغ وزير زياته کړه:'' که چېرې افغانستان بيا ترهگرو ته د امن پر ځاى بدل شي، هم به د کاناډا خلک او هم په افغانستان کې هغه خلک چې موږ د خدمت کولو لپاره ورغلي يو، له ستونزو سره مخامخ شو.'' په کاناډا کې دوه کوچني گوندونه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ماموريت غځولو مخالف دي، او وايي چې له افغانستان څخه بايد کاناډايي پوځيان وويستل شي . د کاناډا دولت تر دې وړاندې هم خبر ورکړى که چېرې د ناټو نور ځواکونه د افغانستان سويل ته لاړ نشي، نو کاناډا به له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي . | ورسره تړلي نور خبرونه کاناډا په کندهار کې خپلو ځواکونو ته مرسته غواړي08 فبروري, 2008 | خبرونه گيټس:دناټو راتلونکى په خطرکې دى07 فبروري, 2008 | افغانستان گېټس : ناټو ځواک دې ډير شي ، اعتبار په داو دى01 فبروري, 2008 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||