BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:30 گرينويچ 2008 ,08 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کاناډا په کندهار کې خپلو ځواکونو ته مرسته غواړي
د کاناډا بيرغ
په افغانستان کې تر اوسه د کاناډا تر ٧٠ ډير سرتيري وژل شوي دي
کاناډا فرانسې ته يو لوړ پوړى پلاوى ليږلى دى چې د افغانستان په سويل کې د کاناډا سرتيرو ته ملاتړ ترلاسه کړي .

کاناډا په کندهار کې سرتيري ليري او په دې وروستيو کې يې گواښ کړى دى چې که نور هيوادونه ورسره مرسته ونه کړي نو خپل ځواکونه به وباسي .

تر اوسه چا خپل ځواکونه نه دي ايستلي خو داسې ويره ده چې که دا کار وشي نو پايلې به يې په افغانستان کې د ناټو تړون ته خطرناکې وي .

فرانسې داسې ښوولې چې گواکې له کاناډا سره به مرسته وکړي خو تر اوسه پورې يې ټينگ هوډ نه دى ښوولى .

دا خبرې په داسې وخت کې کيږي چې د ناټو د دفاع وزيران په دويمه پرله پسې ورځ د ليتوانيا په پلازمېنه ويلنيس کې پر افغانستان د خبرو لپاره ټول شوي دي .

متحدو ايالاتو او برتانيا د دغې غونډې په برخه والو غږ کړى دى چې د وسله والو طالبانو پر ضد جگړې ته سرتيري ورکړي .

له ٢٠٠١ کال څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې د کاناډا تر ٧٠ ډير سرتيري وژل شوي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت