|
خوست کې چاودنې پنځه پوليس ووژل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويل ختيځ خوست ولايت کې د يوه ماين د چاودنې له امله د پوليسو د يو افسر په گډون پنځه پوليس ووژل شول . په خوست کې چارواکي وايي دغه چاودنه په صبريو (يعقوبي) ولسوالۍ کې نن سې شنبې (د فبروري ٢٦) سهار شاوخوا نهه بجې وشوه . د صبريو ولسوال لطف الله بابکرخېل بي بي سي ته وويل د چاودنې موخه د دې ولسوالۍ د پوليسو پر ټولى مشر قومندان رازق نور وه . نوموړى وايي د پوليسو ټولى مشر سهار له خپل کوره ددندې پر لور روان و چې سراچه ډوله موټر يې د سړک پرغاړه خښ شوي ماين وخوت . ښاغلى بابکرخېل زياتوي په دې چاودنه کې د رازق نور په گډون دده څلور نور ساتونکي پوليس، چې دوه يې زامن او دوه نور يې خوريونه ول، وژل شوي دي . خو د کورنيو چارو وزارت په يوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کي ويلي چې د ريموټ کنټرول په وسيله د سړک د غاړې ماين چاودنې په دې پېښه کې څلور ملي پوليس او يو بې گناه ماشوم وژل شوي دي . د صبرو ولسوال ددغې پېښې پړه پر د هېواد او سولې پر دوښمنانو اچوي . بل پلو له يو ناڅرگند ځاى څخه د وسله والو طالبانو يو تن وياند ويلي چې ماين ددوى لخوا خښ کړاى شوى و او د پوليسو نوموړى افسر ددوى تر څارنې لاندې و. د سويل ختيځ خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ يو له هغو سيمو څخه ده چې گڼ شمېر بهرني او افغان پوځيان پکې مېشت دي او دغه ولسوالي هر وخت د تاوتريخوالي شاهده ده . دوه اوونۍ وړاندې هم په خوست کې د يوې چاودنې په پايله کې د کمپاين (پوځيانو) ځلور تنه سرتېري وژل شوي ول . | ورسره تړلي نور خبرونه د خوست بمي چاودنې دوه افغان سرتېري وژلي12 فبروري, 2008 | افغانستان خوست والي: امنيت څو برابره ښه شوى دى 01 فبروري, 2008 | افغانستان د ناټو سرتيرى په خوست کې وژل شوى دى02 جنوري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||