BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:34 گرينويچ 2008 ,02 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ناټو سرتيرى په خوست کې وژل شوى دى

ناټو ځواکونه
په خوست کې د ناټو وژل شوى سرتيرى د ٢٠٠٨ کال په ترڅ کې د دغه ايتلاف لومړنى ځانى زيان دى
د خوست په صبريو ولسوالۍ کې د ماين ديوې چادنې له لامله د ناټو ځواکونو يو سرتيرى وژل شوى او دوه کسه نور يې ټپيان شوي دي .

په پېښه کې يو افغان سرتيرى هم وژل شوى دى .

د خوست په صبريو ولسوالۍ کې له تيرې يوې اوونۍ څخه د ناټو او افغان ځواکونو له خوا پوځي عميلات روان دي .

د چارواکو په وينا دغه عمليات په دې هيله روان دي چې په ولسوالۍ کې د طالبانو اغيز کم کړي .

طالبانو د لوى اختر په ورځو شپو کې د دغې ولسوالۍ په جوماتونو کې ښکاره پيغامونه خپارۀ کړي و او داسې يې ښووله چې دغلته يې اغيز ډير دى .

د صبريو په ولسوالۍ کې د ناټو د وژل شوي سرتيري په باب دغه ايتلاف څه نه وايي خو په دغه خوست کې تر ډيره ځايه د متحدو ايالاتو سرتيري ځاى پر ځاى شوي دي .

دا د نوي ميلادي کال ( ٢٠٠٨ ) په ترڅ کې لومړنى بهرنى سرتيرى دى چې په افغانستان کې وژل کيږي .

د ځينو رپوټونو تر مخه د ٢٠٠٧ کال په ترڅ کې ٢٢٠ بهرني سرتيري په افغانستان کې وژل شوي و چې نيمايي يې امريکايي و .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت