|
په نورستان کې شپږ بهرني سرتېري وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي شپږ سرتېري يې په نورستان ولايت کې وژل شوي دي. درې افغان سرتېري هم په هغه کمين کې وژل شوي دي چې په دغۀ شمال ختيځ ولايت کې د وسله والو طالبانو لخوا شوى. نولس نور سرتېري په کمين کې ټپيان شوي دي چې ١١ يې افغانان او اتۀ نور د ناټو دي. د ناټو ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي دغه سرتيري يې تېره ورځ د جگړې په ترڅ کې په کمين کې کېوتل. خبرپاڼه وايي د ناټو او افغانو ځواکونو يوه گډه ډله په ناڅاپي ډول د وسله والو لخوا له څو خواوو د سپکو وسلو او توغنديو تر بريد لاندې راغله. د وژل شويو بهرنيو سرتېرو هويت لا تر اوسه نه دى په ډاگه شوى، خو په ختيځ کې ډېرى مېشت سرتېري امريکايان دي. ټپيان شوي سرتېري ټول په ختيځ کې د بهرنيو ځواکونو بېلابېلو روغتونونه ته وړل شوي دي او د دوى د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويل شوي. وسله وال طالبان وايي دغه بريد دوى تر سره کړى دى. د طالبانو يوۀ وياند ذبيح الله مجاهد د بريد سيمه د وانت وايگل ولسوالۍ وښوده او تر ٤٠ د زياتو بهرنيو او افغان سرتېرو د وژلو ادعا يې وکړ. دا له هغه مهال راهيسې چې بهرني ځواکونه افغانستان ته راغلي په يوۀ کمين کې تر ټولو درنه مرگ ژوبله ده چې ور اوړي. د افغانستان په ختيځ کې، په تېره بيا په کونړ او نورستان کې، پر بهرنيو او افغان ځواکونو بريدونه زيات شوي دي. هاخوا په زابل کې د وسله والو طالبانو په بريد کې دوه افغان پوليس وژل شوي دي. چارواکي وايي افغان ځواکونو ته دغه مرگ ژوبله هغه مهال واوښته چې د شنبې په ورځ د سړک ساتنې د پوليسو پر يوې گزمې بريد وشو. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||