BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:19 گرينويچ 2007 ,12 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو:له اورپکوسره پخلاينې دهڅو ملاتړ کو

نيکولاس لنټ
دا لومړى ځل دى چې ناټو په افغانستان کې دوسله والو طالبانو په وړاندې د پخلاينې له دريځ سره چې افغان دولت اعلان کړى دى په ښکاره ډول ملاتړ وښود .
په کابل کې د ناټو يو وياند خبريالانو ته وويل چې د پخلاينې لپاره دهغو هڅو بشپړ ملاتړ کوي چې د افغانستان ددولت له خوا ترسره کيږي .

نيکولاس لنټ وويل ،چې پوځي عمليات نشې کولى چې اوږدمهالې هوساينه راولي ځکه خو دوى په افغانستان کې د هغه څه ملاتړ کوي چې دپياوړي ملکي حکومت د رامنځته کولو لامل گرځي .

د افغانستان حکومت وايي چې دوى هغه اعلان څيړي چې طالبانو د لومړي ځل لپاره د سولې په خبرو کې د گډون لپاره وکړ .

پرون د امريکا د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وويل هر هغه گام چې د افغانستان ددولت له خواپه هيوادکې د سولې راگرځولو لپاره پورته کيږي دوى يې ترشا ولاړ دي .

له طالبانو اود اسلامي گوند له مشر گلبدين حکميتار سره د پخلاينې دهڅود ملاتړ په بهيرکې د ناټو له ورگډيدو سره دغه دريځ نور هم پياوړى شو .

دا لومړى ځل دى چې ناټو په افغانستان کې دوسله والو طالبانو په وړاندې د پخلاينې له دريځ سره چې افغان دولت اعلان کړى دى په ښکاره ډول ملاتړ وښود .

له دې وړاندې ناټو په احتياط سره ويلي و چې ددولت د هغو هڅو ملاتړ کوي چې په هيواد کې د سولې لپاره ترسره کيږي خو له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو ټکى په کې نه کاريده .

په افغانستان کې د ناټو يو وتلي وياند نيکولاس لينټ په يو خبري کنفرانس کې دااعلان په ډاگه وکړ چې د افغانستان ددولت د هغو هڅو پياوړى ملاتړ کوي چې له وسله والو مخالفينو سره يې د پخلاينې لپاره په لاره اچولي دي :

((موږ غواړو چې د افغانستان ددولت د هڅو ملاتړ کونکي واوسو ،کومې هڅې چې د پخلاينې لپاره د روژې په مبارکه مياشت او د افغانستان له اساسي قانون سره سم په پام کې دي .

که څه هم د روان کال په اوږدو کې موږ وليدل چې ايساف او افغان ځواکونود طالبانو په وړاندې خپل پوځي لوړوالى وښود.

خوموږ نشو کولى چې اوږدمهالې هوساينې او نيک مرغۍ لپاره يوازې پر پوځي عملياتو ډډه ووهو بلکې د افغان او نړيوالو امنيتي ځواکونو د بري لپاره ښه دولت ته اړتيا ده .

زه د دې شيبې په کارولو سره له ټولو ډلو څخه غواړم چې د راتلونکي د خير لپاره ليوالتيا وښيي .افغان حکومت او نړيواله ټولنه بايد د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې ښه ملکي حکومت رامنځته شي .))

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت د مرستيال له ملاتړه ډکو څرگندونو څخه يوه ورځ وروسته ناټو د افغانستان ددولت د پخلاينې دظاهرا ټينگ دريځ ملاتړ کوي.

طالبانو له هغې وروسته د لومړي ځل لپاره د سولې په خبرو کې دگډون چمتوالى وښود چې افغان ولسمشر حامد کرزي له دوى وغوښتل چې خبرو اترو ته ورسره کيني.

خو وروسته بيا د طالبانو د ځينې سرچينو له خولې داسې راپورونه په رسنيو کې راغلل چې دوى په خبرو اترو کې د گډون لپاره شرايط لري .

ورسره تړلي نور خبرونه
طالبان به توپک ته مخه ښه ووايي؟
10 سپتمبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت