|
طالبان: له حکومت سره خبرو ته چمتو يو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
طالبانو منلې ده چې له افغان حکومت سره د جوړې روغې په موخه خبرو اترو ته کېني. طالبانو وروسته له هغه دغه هوکړه وکړه چې افغان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ يو ځل بيا دوى ته د خبرو اترو وړانديز وکړ. په وروستيو کې د نړيوالې ټولنې ځينو استازو هم په افغانستان کې د روانو ناامنيو د پاى ته رسولو په موخه له طالبانو سره د کېنستلو وړانديزونه کړي وو. له هغۀ راهيسې چې شپږ کاله مخکې طالبان له کابل څخه وايستل شول، دا لومړى ځل دى چې دوى له افغان حکومت سره د خبرو لپاره چمتووالى ښيي. د حکومت يوۀ وياند د طالبانو چمتووالي اعلان ته له احتياطه ډک، خو مثبت غبرگون ښوولى دى. په وروستيو دريو کلونو کې د پخوانيو طالبانو پاتې شوني د حکومت د تر ټولو سرسختو وسله والو مخالفينو په توگه راڅرگند شول. په وروستيو کې د حکومتي او بهرنيو ځواکونو پر نښو د دوى بريدونه په پراخه توگه زيات شوي دي.
د طالبانو يوۀ وياند قاري يوسف احمدي بي بي سي ته وويل که کابل ورڅخه مخامخ غوښتنه وکړي دوى حاضر دي چې له حکومت سره خبرو ته کېني. دۀ وويل: ''موږ هېڅکله هم د خبرو اترو لاره نه ده رد کړې، خو ستونزه تل د حکومت لخوا وي چې خپل واک نه لري. که دوى مخامخ له موږه وغواړي چې ورسره خبرې وکړو، موږ تل د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خپلو شرايطو ته په پام چمتو يو.'' دم گړۍ د طالبانو لخوا د خبرو اترو يوازېنى شرط دا ښوولى چې حکومت دې د دوى د مرکچيانو امنيت ونيسي. د ولسمشر حامد کرزي وياند، همايون حميدزاده، وويل چې دوى لومړى د هغۀ کس په اړه پلټنه کوي چې وايي د طالبانو وياند دى، او که هغه سړى رښتيا هم د طالبانو په استازيتوب خبرې کوي بيا حکومت پر خپل ځواب غور کوي. افغان ولسمشر حامد کرزي په وار وار طالبانو ته بلنه ورکړې چې ورسره د خبرو په مېز کېني، خو طالبانو به پخوا تل لومړنى شرط د بهرنيو ځواکونو وتل ښوول او خبرې اترې يې له سره ناشونې بللې. خبرو اترو ته د د دوى د لومړني تياري ښوول هم د ولسمشر کرزي د يکشنبې د ورځې د بلنې غبرگون و. خو تر اوسه دا لا جوته نه ده چې له دغۀ اعلانه مخکې د حکومت او طالب استازو تر منځ لومړنۍ خبرې اترې شوي که نه.
له دې مخکې هم د متحدو ايالاتو په گډون د ځينو لوېديځو هېوادونو استازو په ډاگه کړې وه چې د افغانستان د روانې ناکرارۍ حل له پوځي لاره نه شي کېداى. دوى دا هم ويلي چې افغان طالبان د سولې په پروسې او د ولسواکۍ له لارې په اوسني سياسي بهير کې هم ورگډېداى شي. له کله چې شپږ کاله مخکې د طالبانو حکومت راوپرځول شو، د هغوى يو شمېر جنگياليو وسله وال مقاومت ته مخه کړه. په وروستيو څو کلونو کې دغه جگړه خورا پراخه شوه او د افغان حکومت لپاره تر ټولو لويه ننگونه د امنيت ساتنې جوړ کړ. | ورسره تړلي نور خبرونه خليلزاد: طالبان د جگړى د پاى په اړه خبرو لپاره کابل کې دي14 فبروري, 2005 | خبرونه ايتلافي ځواکونه : طالبان دوه ډلې دي . 08 دسمبر, 2004 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||