BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:31 گرينويچ 2005 ,14 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
خليلزاد: طالبان د جگړى د پاى په اړه خبرو لپاره کابل کې دي
News image
ښاغلى خليلزاد وايي چې امريکا د پخوا په څېر د ښاغلي حکمتيار لټون کوي
په افغانستان کې امريکا سفير ويلي دي چې يو ډله جيگ پوړي طالبان په کابل کې دي، دوى غواړي چې د افغانستان مرکزي حکومت سره جگړې ته دپاى ورکولو لپاره معقوله لارپيدا کړي.

زلمي خليلزاد نن په کابل کې يو خبري کانفرانس ته وويل چې افغانان به راتلونکو څو ورځو کې په دې اړه ښه خبر واوري.

کله چې له نوموړي څخه وپوښتل شول چې په کابل کې ځينو خپرونو کابل ته د اسلامي حزب د مشر گلبدين حکمتيار د راتگ خبره هم ورکړى دى ده وويل چې امريکا د پخوا په څېر د ښاغلي حکمتيار لټون کوي او د اسلامي حزب د مشر په اړه د امريکا په تگلارې کې بدلون نه دى راغلى.

وړاندې د کابل ځينو مطبوعاتو ليکلي وو چې د ښاغلي حکمتيار مشر زوى په کابل کې دولتي چارواکو سره په خبرو لگيا دى او هم يې نوم د هغه کسانو لست څخه ويستل شوى دى چې امريکا يې لټون کوي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت