|
ايتلافي ځواکونه : طالبان دوه ډلې دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ددغو ځواکونو وياند نن په کابل کې په يوۀ خبرې ناستې کې وويل ، داسې طالبان شته چې عادي ژوند ته دستنېدلو لېوالتيا لري . ښاغلى مکن وايي متحد ايالتونه اونړيوال امنيتي ځواکونه دافغانستان ددولت د هغو هڅو ملاتړکوي چې له طالبانوسره دخبرو لپاره دي . خو دطالبانو يوه چارواکى ملا داد الله دامريکا دځانگړي استازي اوسفير زلمي خليل زاد دخبرو په غبرگون کې بي بي سي ته ويلي و چې دوى دغه ډول بلنې نه مني له ښاغلي مکن څخه دملاداد الله دخبرو په اړه پوښتنه وشوه هغه وويل طالبان دوه ډلې دي . ښاغلى مکن وايي موږ فکرکوو لومړۍ ډله يې دملاداد الله په څير دژوند ترپايه جگړه خوښوي خو دوهمه ډله يې دلومړۍ ډلې خلاف دسولې په بهيرکې دپيوستون هيله من دي اوغواړي خپل عادي ژوندته بيرته ساتنه شي . ښاغلى مکن زياتوي دوهمه ډله طالبان ليوال دي هيواد يي پرمختگ وکړي او په سياسي بهيرکې ونډه واخلي داسې راپورونه شته چې يوشميرطالبانو زموږ له قومندانانوسره په بيلابيلو سيمې کې اړيکې ټينگي کړي اوځينې نورو يې د دولت له لوړپوړو چارواکوسره خبرې کړي دي . نړيوالو ايتلافي چارواکو وويل دافغانستان امنيتي حالت دتيروکلونو په پرتله ښه شوى دى . دښاغلي مکن په وينا داټول هغه څه دي چې مخالفې ډلې يي کمزوره کړي دي . دى زياتوي دافغانستان دولسمشر دلوړې مراسم بې له کومې امنيتي ستونزې ترسره شول اوداپه خپله په دې هيواد کې دامنيت په ټينگښت دلالت کوي . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||