|
طالبان به توپک ته مخه ښه ووايي؟ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ولسمشر کرزي له لورې د خبرو وړانديز ته د وسله والو طالبانو ظاهرآ مثبت غبرگون د ځينو په گومان دا هيله پيدا کړې چې ښايي دواړه غاړې نور د ټوپک پر ځاى د خبرو له لارې د مسايلو حل غوره بولي . خو دا چې د خبرو تر پيل وړاندې دواړه غاړې له کومو ننگونو سره مخامخ دي او څومره ستونزې په لار کې شته ، د دغو پوښتنو د ځواب هڅه ايمل پسرلي په دې شننه کې کړې ده: د وسله والو طالبانو له لورې د خبرو وړانديز ته مثبت ځواب نوې پوښتنې پورته کړي دي . تر اوسه پورې تل افغان حکومت د خبرو وړانديز کاوۀ او وسله والو طالبانو پرې غوږ نه گراوۀ . اوس چې ظاهرآ ځواب مثبت دى پوښتنې ښايي دا وي چې کابل به د وسله والو طالبانو شرايط ومني که نه او وسله وال طالبان به په خپل دريځ کې بدلون ته غاړه کيږدي که نه . کابل ته به گرانه وي چې په هيواد دننه هغه کسان چې په حکومت کې هم مهمې دندې لري ، قانع کړي چې د وسله والو طالبانو ځينې غوښتنې ومني. د ولسمشر کرزي نړيوال ملاتړي به هم په اسانه لږ تر لږه د ځينو طالبانو سره خبرو ته زړۀ نه ښه کوي . د خبرو لپاره تر کابل ښايي وسله وال طالبان له ډيرو ستونزو سره نه وي مخامخ .
په وسله والو طالبانو کې دننه که څوک د خبرو مخالف وي هغوى ښايي په دې منطق قانع شي چې دغه ډول خبرې د دوى درېځ پياوړي کوي او د سياست د ډگر په سيالانو کې يې دروي . د وسله والو طالبانو له خوا خبرو ته اوس سر خوځول هم ځينې پوښتنې پيدا کوي . ايا پوځي فشارونه دي ، د ولس له ممکنه غبرگونه ويره ده ، له خپلو ملاتړو اشارې دي او که د کوريايي يرغملو په باب د خبرو هغه پايله ده چې دوى پرې خوښ و . وسله وال طالبان هلته وتوانيدل چې له خپلې واکمنۍ وروسته په لومړي ځل خبري کنفرانسونه ورکړي او له يوۀ بهرني هيواد سره د خبرو ميز ته کېني او خپلې غوښتنې تر يوۀ ځايه پرې ومني . که خبره هر څه وي کابل او وسله وال طالبان دواړه ورو ورو په دې پوهيږي چې د مسالې يوازينى حل د ټوپک خولۀ نۀ بلکې د خبرو ميز دى . خو تر هغو چې خبره ميز ته رسيږي ښايي دواړه غاړې له ډيرو ننگونو، ستونزو او کړاونو سره مخامخ شي. وسله وال طالبان به افغان اساسي قانون ومني که نه، د دوى د مشرتابۀ مساله چې نړيوال يې ترهگر بولي او په حکومت کې دوى ته ونډه هغه ننگونې او ستونزې دي چې دواړه غاړې به ورسره مخامخيږي . دا چې کومه غاړه له نرمښته کار اخلي هغه څه دي چې وخت به يې راښيي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||