BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:12 گرينويچ 2007 ,07 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کارپوهان:ناټو دې پوځ او پوليس غښتلي کړي

افغانستان
د هيواد له سوېل څخه کابل ته د نا امنيو د څپې په رارسيدو سره ډيرى خلک په دې فکر کې لويدلي دي چې ملي پوځ يې د امنيت د ساتلو وړتيا نه لري.
دناټو د سرتيرو د شمير د ډيروالي په اړه دافغان کارپوهانو ترمنځ دنظرونواختلاف پروت دى.

په کابل کې يو شميرپوځي کارپوهان وايي ناټو د دې پر ځاى چې افغانستان ته لا نور سرتيري واستوي بايد د دولت ضد وسله والو مخالفينو په وړاندې دافغان پوځ او پوليسوپر لا ځواکمنولو او سمبالولو ټينگار وکړي.

دوى په افغانستان کې د ټيکاو د راگرځولو لپاره د ناټو د سرتيرو شتون اړين بولي .

خو ځينې نور بيا په تيرو شپږو کلونو کې امنيتي حالت خرابيدو ته په پام سره وايي د ناټو ځواکونه په افغانستان کې د ټيکاو په راگرځولو کې پاتې راغلي دي او ډيروالى به يې د حالاتو له ښه کولو سره مرسته ونشې کړى.

له دې وړاندې يو شمير نړيوالو بشري ټولنو له ناټو څخه غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې د امنيتي حالاتو د ښه کولو لپاره د خپلو ځواکونو شمير ډير کړي .

د ناټو غړي هيوادونه په داسې حال کې افغانستان ته د نورو شاخوا٤٠٠٠ سرتيرو د استولو پرسر خبري کوي چې تاوتريخوالى په دې هيواد کې مخ په ډيريدو دى .

په ١٠ ورځوکې د کابل ښار ددرې ځانمرگوبريدونو شاهدو چې گڼ شمير پوځي او ولسي خلک يې مړه او ژوبل کړل.

د هيواد له سوېل څخه کابل ته د نا امنيو د څپې په رارسيدو سره ډيرى خلک په دې فکر کې لويدلي دي چې ملي پوځ يې د امنيت د ساتلو وړتيا نه لري.

د همدې لپاره يو شمير کارپوهان وايي چې افغانستان ته د نورو نړيوالو سرتيرو د استولو پر ځاى دافغان پوځ او پوليسو پياوړي کول د امنيت په ټينگښت کې اغيزمنه ونډه اخيستلى شي.

((هر څومره چې بهرني ځواکونه دلته ډير شي ، د مخالفينو روحيه لوړيږي او دا موقعه په لاس ورځي چې ووايي افغانستان اشغال شوى دى.

همدا لامل دى چې جگړه ادامه پيدا کوي اود قوتونو ډيريدل هم د حل لار نه ده .

زه وايم چې ناټو چې پخپلو ځواکونو باندې دومره لگښت کوي ، دادې د افغانستان پر ملي پوځ وکړي او هغوى ((ملي پوځ او پوليس)) دې په پښو ودروي .

تر هغې چې دوى راځي غوره خبر داده چې زموږ پوځ او پوليس دې په پښو ودروي .))

دا د افغانستان د کورنيو چارو پخوانى وزير او د ولسي جرگې دکورني امنيت د کميسون غړى سيدمحمد گلابزوى وو.

خو يو شمير نور کارپوهان بيا د ښاغلي گلاب زوى د نظر خلاف په افغانستان کې د ترهگرو د ځپلو لپاره يواځينۍ لار د بهرنيو ځواکونو ډيروالى بولي.

د کابل ښار د پوليسو پخوانى مشر او پوځي کارپوه جميل جنبش دهمدې نظر پلوى دى:

((افغانستان ته د نړيوالو ځواکونو د راتگ موخه د نړيوالې ترهگرۍ ځپل دي.

د تيرو دوو کلونو راهيسې ترهگر فعال شوي او ځواکمن شوي دي . نو اړتيا ليدل کيږي چې نور نړيوال سرتيري دې افغانستان ته راشي.

او بله خبره داده چې افغاني ځواکونه ددې وړتيا نه لري چې د ترهگرو د بريدونو مخنيوى او د هغوى په وړاندې ودريږي.))

سره له دي چې ناټو چارواکي ادعا لري چې په افغانستان کې د دوى اصلي دنده د ټيکاو او دولسواکۍ له ټينگښت سره مرسته ده .

خو ددې سره سره يو شمير انگيرنې دادي چې ناټو په افغانستان کې د امنيت د راگرځولوپه برخه کې پاتې راغلې ده .

دطالبانو له پرځيدو وروسته په تيرو شپږو کلونو کې د حالاتو د ښه کيدو پر ځاى د طالب جنگياليو بيا راڅرگنديدل او غښتلي کيدل په دې مانا ارزول کيږي چې د ناټو هغه هڅې چې د امنيت لپاره يې ترسره کوي اغيزمنې نه دي پريوتي .

ورسره تړلي نور خبرونه
په هلمند کې ډنمارکى سرتېرى ووژل شو
16 اکتوبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت