|
ايساف: په نورستان کې مو يوازې طالبان وژلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ويلي چې په نورستان ولايت کې د درې ورځې مخکې بمبارۍ ولسي خلک نه، بلکې 'يو پېژندل شوى طالب مشر' وژلى. تېره ورځ ځايي چارواکو او نورو سرچينو ويلي وو چې د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو د يوې افغاني کمپنۍ پر سړک جوړوونکو بم اچولى او لږ تر لږه ١٢ کار کوونکي يې وژلي دي. د ايساف د الوتکو په بمبارۍ کې د ١٢ سړک جوړوونکو مړينه د نورستان والي تميم نورستاني تاييد کړې وه. خو د هغۀ ولايت د ولايتي شورا مشر بيا دغه شمېره دوه برابره ښووله. د ايساف ځواکونو يوې خبرپاڼې د نورگرام ولسوالۍ په بمبارۍ کې د ولسي خلکو د وژل کېدلو راپورونه رد کړې دي. خبرپاڼې د ناټو ځواکونو د وياند کارلوس برنکو له خولې ويلي: '' موږ خورا زيات احتياط کوو چې په نښه شوې موخه وپېژنو او يوازې همدغه نښه ووهو.'' خبرپاڼه زياتوي چې له بريده وروسته هوا او پرځمکه ترسره شوې څېړنې ښيي چې د سړک جوړونې د شرکت د کار کوونکو ځاى د بمبارد له سيمې څخه تر يو کيلومتر زيات ليرې و. وايي په هغه ځاى کې چې د دوى الوتکو په نښه کړى و هېڅ د بيارغاونې وسايل هم نه و چې وښيي هلته کار روان و. خبرپاڼه زياتوي چې د بمبارۍ نښه د ملا عبد الله جان په نامۀ يو طالب قومندان او ورسره پنځه نور وسله وال و چې له مورچې څخه تر يوې خيمې پورې د افغان او ناټو ځواکونو لخوا تر څارنې لاندي ول او بيا په خيمه کې پرې بم وغورځول شو. د خبرپاڼې په ټکو، له بمبارۍ وروسته يوازې پنځه مړي موندل شوي چې يو پکې د ملا عبد الله جان و. خبرپاڼه وايي د پېښې په اړه د دوى پلټنې لاهم روانې دي، خو وايي باوري دي چې په بمبارد کې ولسي خلک نه، بلکې وسله وال طالبان په نښه شوي دي. سږ کال د تاوتريخوالي په ترڅ کې ولسي خلکو ته تر تېرو شپږو کلونو خورا زياته مرگ ژوبله ور اوښتې ده. په تېرو څو مياشتو کې د بهرنيو ځواکونو په گڼو عملياتو کې د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي، چې د بشر حقونو د موسسو او افغان حکومت اندېښنې يې زياتې کړې دي. | ورسره تړلي نور خبرونه 'د نورستان بمبارۍ ١٢ سړک جوړوونکي وژلي'28 نومبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||