|
'د نورستان بمبارۍ ١٢ سړک جوړوونکي وژلي' | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په ختيځ ولايت نورستان کې چارواکي وايي نړيوالو ځواکونو په دوو جلا بمباريو کې ١٢ د سړک جوړوونکي او همدومره وسله وال طالبان وژلي دي. ناټو واېې په نورستان او کونړ کې ېې د سپيتا مينس په نوم دافغان پوځ سره يو ځاې دوسلوالو پر ضد دپاکستان سره په ګډه پوله عمليات پيل کړي خو واېې تر پاېې ته ته رسېدو دمخه يي جزيات نه شي ورکولی ناټو واېې دامنيت دراوستو په موخه ېې دوه ورځې وړاندې دا عملېات پېل کړي له هغه وخته چې بهرني ځواکونه نورستان ته ورغلې دا ولسې خلکو ته دمرګ ژوبلو وروستۍ خو څرګندې شميرې دې چې ځاېې چارواکي ېې پخلی کۍ که څه هم ناټو په وار وار ويلي چي دولسي خلکو درګ ژوبلې مخه به نيسي خو ظا هرا نه ده نيول شوې. د نورستان والي تميم نورستاني بي بي سي ته وويل د بهرنيو ځواکونو الوتکو د نورګرام او دوواب ولسواليو ترمنځ يوه سيمه وروسته له هغه بمبارد کړې چې هلته يې د طالبانو يه ډله ليدلې. دى وايي په بمبارد کې يو بم د د سرک جوړونې د يوۀ افغاني شرکت پر خيمه لگېدلى چې ١٢ تنه کارکوونکي يې وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي. ښاغلی تميم وايي په بمباريو کې يو شمېر وسله وال طالبان هم وژل شوي، خو سيمه ييز خلک او طالبان دا خبره نه مني. دنو رستان د وﻻيتي شورا مشر تاج محمد بيا د وژل شويو کار کوونکو شمېره يو په دوه ښوولې. هغه وويل: ''د نورګرام ولسوالۍ د دوران او ګټا ترمنځ يو ځاى و چې هلته د مزدورانو درې خيمې وې. پر دغو مزدورانو تېره شپه بمبارد شوي ٢٥ تنه ټول په شهادت رسيدلي دي. جسدونه مو ټول په بوجيو کي واچول په صندقونو کي مو بند کړل او خپلو خپلو کورونو ته مو وليږل.'' وژل شوي کسان دامريفا په نوم دسرک جوړونې د يو افغان شرکت کارکوونکي دي. د دې شرکت مشر ډاکتر نورالله جليلي بې بې سې ته دخپلو وژل شويو کار کوو شمېره ١٤ وښوده. هغه وويل په لومړي سر کې دوى هم ضد او نقيض شمېرې ترلاسه کړې وې، خو وروستي معلومات ښيي چې ١٤ کسان يې وژل شوي دي. دافغانستان په ختيځ کي دناټو ځواکونو يو وياند جګړن سټرينببرګ بې بې سې ته ويلي تر هغه پورې په دې اړه جزييات نه شي ورکولی چې پلټنې يې نه وي بشپړې کړې، خو دايي ومنله چې بمبار ېې کړی دى. دننګرهر د روغتون چارواکي وايي د دغې پيښې دلسو کسانو مړي روغتون ته تر راوړو وروسته خپلو خپلوانو سپارل شوي دي. نورستان د افغانستان په شمال ختيځ کې د هېواد يو له نارامو او خورا غرنيو ولايتونو څخه دى چې له پاکستان سره گډه پوله لري. په وروستيو مياشتو کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د ولسي خلکو د وژنې پر سر اندېښنې ښوولې دي. په روان کال کې زياتېدونکي تاوتريخوالي او جگړو ولسي خلکو ته تر ټولو زياته مرگ ژوبله اړولې چې شمېره يې، د بشر حقونو د موسسو او د حکومتي سرچينو په وينا، په سلگونو ده. | ورسره تړلي نور خبرونه ناټو:موږ د ملکي خلکو ژوند ته پام کوو21 نومبر, 2007 | افغانستان په ميدان وردگو کې بيا 'ولسي خلک وژل شوي'23 اکتوبر, 2007 | افغانستان 'په کونړ کې ناټو ځواکونو دوه ولسي خلک وژلي'06 اکتوبر, 2007 | افغانستان 'د کونړ په بمباريو کې ٣٥ ولسي خلک وژل شوي '07 جولاى, 2007 | افغانستان امريکا: د افغانانو لپاره ځمکنۍ جگړه خوندي ده04 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||