|
'د کونړ په بمباريو کې ٣٥ ولسي خلک وژل شوي ' | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په ختيځ ولايت کونړ کې ځايي اوسېدونکي وايي د نړيوالو ځواکونو په جلا-جلا بمباريو کې پنځه دېرش ولسي خلک وژل شوي دي. د وټه پور ولسوالۍ د څانگار کلي اوسېدونکي وايي کليوالو د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ کې د لسو وژل شويو ولسي خلکو مړي ښخول چې پر ځنازه کوونکو بيا بمبارۍ وشوه او شاوخوا پنځه ويشت کسان پکې مړه شول. د ناټو ځواکونه وايي دوى په سيمه کې بمباري کړې ده، خو د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې په اړه معلومات نه لري. د دغو دوو بمباريو په اړه چارواکي، ځايي اوسېدونکي او ناټو ځواکونو خبرې ضد او نقيض دي. د کونړ والي شالېزى ديدار وايي د ناټو ځواکونو په بمباريو کې ګڼ شمير ملکي وګړي مړه او ټپيان شوي. دۀ وويل په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرگ ژوبله اوښتې ده. ښاغلي ديدار بي بي سي ته وويل: ''کوم راپور چې موږ ترلاسه کړى هغه دادى چې شل نفر مخالفين مړه او ١٦ زخميان دي. په دي جګړه کې ٢٥ نفر ملکي وګړي هم شهيدان شوي.'' د کليوالو په وينا، د ملکي خلکو لس تنه په لومړنۍ بمبارۍ کې ووژل شول، چې نهه تنه يې د يوې کورنۍ و. يوۀ اوسېدونکي، شفيق الله خاطر، بي بي سي ته وويل دى په سيمه کې و چې بهرنيو الوتکو د لسو کسانو د جنازې پر مراسمو بمونه وغورځول.
هغه وايي: ''کله چې موږ هغه لس کسان ښخول، طيارو بيا بمباري پيل کړه او پنځه ويشت خلک يې بيا ووژل. په وژل شويو کې يې ځينې ځايي مشران، علما او سپين ږيري هم وو.'' د ناټو ځواکونو يوۀ وياند ولسي خلکو ته د مرگ ژوبلې راپورونه رد کړل او زياته يې کړه چې سرتېري يې په کونړ کې له څو خواوو تر بريد لاندې راغلي ول. دۀ وويل له بريد وروسته دوى اړ شول چې د 'اورپکو' ځايونه چې يو کور هم پکې و په بمبارۍ کې په نښه کړي. وياند ډگرمن جان توماس وويل: ''لومړني راپورونه ښيي چې يو شمېر ياغيان وژل شوي دي. دم گړۍ، موږ هېڅ شواهد نه لرو چې ولسي خلکو ته دې مرگ ژوبله اوښتې وي.'' په وروستيو اونيو کې په افغانستان کې د ولسي خلکو مرگ ژوبله خورا لوړه شوې، چې د راپورونه له مخې، لوى دليل يې د بهرنيو ځواکونو لخواوو بمباريانې دي. | ورسره تړلي نور خبرونه م.م: جون د افغان ملکيانو لپاره مرگونې مياشت وه02 جولاى, 2007 | خبرونه د هلمند په بمباريو کې بيا ولسي خلک وژل شوي30 جون, 2007 | خبرونه کرزى: هېڅ پوځي عمليات نورپه خپل سر نشي کېداى23 جون, 2007 | خبرونه چارواکي: په گرشک کې ٢٥ ولسي خلک وژل شوي22 جون, 2007 | خبرونه 'بهرنيو ځواکونو او طالبانو دواړو ولسي خلک وژلي'14 اپريل, 2007 | خبرونه سرۀ صليب د ملکي وگړو پر زيانونو اندېښنه ښوولې19 مۍ, 2007 | خبرونه د ناټو په بمبار کې ٢١ ولسي وگړي مړه دي09 مۍ, 2007 | خبرونه په افغانستان کې نور ولسي وگړي وژل شوي 05 مارچ, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||