BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:25 گرينويچ 2007 ,23 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په ميدان وردگو کې بيا 'ولسي خلک وژل شوي'

د ناټو ځواکونوپه بمباريو کې وران شوى کور (پخوانى عکس)
ځايي چارواکو وويل ١١ کسان يوازې له يوۀ کوره په بمبارد کې وژل شوي دي
په ميدان وردگو ولايت کې چارواکي وايي لږ تر لږه ١٣ ولسي خلک د ناټو ځواکونو په بمباريو کې وژل شوي او همدومره نور ټپيان شوي دي.

د دغۀ ولايت د ولايتي شورا مشر حاجي حضرت جانان وايي دى خپله په جلرېز ولسوالۍ کې هغې سيمې ته ورغلى و د ناټو ځواکونو په بمباري کې ولسي خلکو ته مرگ ژوبله پکې اوښتي ده.

دۀ وويل ١١ کسان چې پکې ښځې او ماشومان هم شته يوازې له يوې کورنۍ څخه وژل شوي دي.

ناټو ځواکونو ويلي چې دوى په جلرېز کې د وسله والو طالبانو پر يوۀ ځاى بمونه غورځولي، خو وايي چې تر اوسه د ولسي خلکو د مړينې راپور نه لري.

ناټو ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دوى د شاوخوا ٥٠ وسله والو يوه ډله په جلرېز کې وليدله چې د دوى په ضد يې د کمين تابيا کوله، خو دوى وار پرې ړومبى کړ او گڼ کسان يې ور ووژل.

هاخوا، په زابل ولايت کې هم د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې يو ماشوم وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.

د ايتلافي ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي دوى د يوۀ طالب قومندان د نيونې لپاره د کوچيانو يوۀ پنډغالې ته ورغلل چې له هغه ځايه پرې وسله والو ډزې وکړې. وايي په نښته کې يو شمېر طالبان ووژل شول. خبرپاڼه زياتوي چې په نښته کې يو ماشوم ووژل شو او څلور نور ټپيان شوي، چې خواشيني يې پرې ښوولې ده.

هاخوا، په غزني ولايت کې چارواکي وايي د ايتلافي ځواکونو پر يوۀ کاروان د سړک د غاړې بم الوتى چې پکې درې امريکايي سرتېري ټپيان شوي دي. په سيمه کې د پوليسو چارواکي وايي بم پر ايتلافي ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په ناکام کلي کې والوت. په بگرام کې ايتلافي ځواکونو ومنله چې په غزني کې يې سرتېري او يوافغان ژباړن ټپيان شوي دي.

بلخوا، ايتلافي ځواکونه وايي په کندهار کې يې يو سرتېرى په ترافيکي پېښه کې وژل شوى او يو بل ټپي دى. وايي په پېښه کې يوازې د دوى يو گاډى ښکېل و.

ورسره تړلي نور خبرونه
په کونړ کې بيا ولسي خلک وژل شوي
22 اکتوبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت