BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:02 گرينويچ 2007 ,15 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ميدان وردگو په عملياتو کې 'ولسي خلک وژل شوي'

د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه په افغانستان کې
ځايي چارواکي وايي د جگړې په ترڅ کې د امريکايي ځواکونو دوه ټانکونه هم ويجاړ شوي
په ميدان وردگو ولايت کې چارواکي وايي د امريکا په مشرۍ د ايتلاف او افغان ځواکونو په پوځي عملياتو کې درې ولسي خلک وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

سيمه ييز چارواکي وايي په جلېز ولسوالۍ کې د ځمکنيو عملياتو او بمبارۍ په ترڅ کې پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د ميدان وردگو د امنيت امر اصف بڼوال بي بي سي ته وويل تېر ماښام د امريکا په مشرۍ ايتلافي او افغان ځواکونو په اسماعيلخېلو سيمه کې د مشکوکو وسله والو په ضد عمليات وکړل. دۀ زياته کړه چې په بمبارۍ او ځمکنۍ جگړه کې د طالبانو له مرگ ژوبلې سربېره، ولسي خلکو ته هم د سر زيان اوښتى.

دۀ وويل په لس تنو وژل شويو او ټپي شويو ملکي کسانو کې ماشومان هم شته.

د ښاغلي بڼوال په خبره، د جگړې په ترڅ کې د امريکايي ځواکونو دوه ټانکونه هم ويجاړ شوي، خو ايتلافي سرتېرو ته يې د مرگ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

هاخوا د وسله والو طالبانو يوۀ وياند، ذبيح الله مجاهد، وويل چې د جلېز په جگړه کې يې د امريکايي او افغان ځواکونو څلور گاډي ويجاړ کړي او پکې سپارۀ سرتېري يې وژل شوي دي.

په وروستيو اوونيو کې په ميدان وردگو کې د حکومت د مخالفو وسله والو خوځښتونه زيات شوي دي، چې افغان او نړيوال ځواکونه يې پوځي عملياتو او ځينې وخت مخامخ جگړې ته اړ ايستلي دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت