BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:35 گرينويچ 2007 ,22 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کونړ کې بيا ولسي خلک وژل شوي

د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې يو ټپي شوى افغان ماشوم (ارشيف)
د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه يوازې د دريو ولسي خلکو د وژل کېدلو او ١١ نورو د ټپي کېدلو پخلى کوي.
په کونړ ولايت کې ډاکتران او عيني شاهدان وايي د امريکايي ځواکونو په تازه بمباريو کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او ١٧ نور زخميان شوي دي.

په اسد اباد کې د ملکي روغتون ډاکترانو او همدلته له سيمې څخه راغليو اوسېدونکو بي بي سي ته وويل د ماڼوگي ولسوالۍ په کوړنگل سيمه کې د تېر ماښام په بريدونو کې نهه ولسي خلک ووژل شول او ١٧ نور ټپيان شول.

خو د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه يوازې د دريو ولسي خلکو د وژل کېدلو او ١١ نورو د ټپي کېدلو پخلى کوي.

تېره ورځ هم دغلته ولسي خلکو ويل چې اتۀ تنه عام وگړي د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي دي. د کونړ والي شاليزي ديدار پرون يوازې د يوې ښځې د وژل کېدلو او د دريو ماشومانو د ټپي کېدلو پخلى کړى و.

ايتلافي ځواکونو له دريو ورځو راهيسې د کونړ په څلورو ولسواليو کې د تېږې ښويېدنې په نامۀ له افغان پوځيانو سره په گډه نوي پوځي عمليات پيل کړي دي.

د عملياتو موخه وسله وال طالبان ښوول شوي، خو ځايي طالبان وايي دوى ته تر اوسه هېڅ د سر زيان نه دى اوښتى او ټول ولسي خلک په نښه شوي دي.

نن هم ټوله ورځ په اسد اباد کې د کوړنگل او نورو شاوخوا سيمو کې د روانو بمباريو غږونو اورېدل کېږي.

هاخوا، د هلمند په گرشک ولسوالۍ کې ځانمرگي بريد چې ظاهرا يې موخه تېرېدونکي نړيوال ځواکونه و، درې ولسي خلک ټپيان کړي دي.

د هلمند د پوليسو مشر حسين انډيوال بي بي سي ته وويل دغۀ بريد نن غرمه يوازې درې عادي خلک ټپيان کړي دي او بل چاته يې زيان نه دى اړولى.

دلته کابله ته څېرمه په ميدان وردگو ولايت کې وسله والو طالبانو په شپږو داسې ټېلرونو بريد کړى او سوځولي يې دي چې نړيوالو ځواکونو ته يې توکي لېږدول.

د دغۀ ولايت د پوليسو چارواکي وايي د ټېلرو يو چلوونکى هم په بريد کې ټپي شوى او شپږو سرو ټېلرونو او اخيستى دى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت