|
د کونړ په بريد کې اووه امنيتي کسان وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په ختيځ ولايت کونړ کې د سړک د غاړې بم چاودنې اوه افغان امنيتي کسان وژلي دي. چارواکي وايي په مروره ولسوالۍ کې دغې چاودنې پنځه نور امنيتي سړي ټپيان کړي هم دي. په نښه شوي کسان له يوۀ پرته چې پوليس دى، ټول د امريکايي پوځ لپاره د امنيت او څارگرۍ پر چارو گمارل شوي وسله وال دي. د کونړ د پوليسو مشر عبد الصبور الله يار بي بي سي ته وويل د سړک د غاړې بم د دغو امنيتي کسانو دوه گاډي په بشپړ ډول ويجاړ کړي. دۀ وويل په وژل شويو کې شپږ د امريکايي ځواکونو لخوا گمارل شوي افغان قراررديان وو او يو پکې سيمه ييز پوليس و. پنځه نور قرارديان ژوبل شوي هم دي. د چاودنې پړه وسله والو طالبانو د خپل يوۀ وياند په خولۀ اخيستي ده. د پېښې ځاى د پاکستان پولې ته نژدې پروت دى. کونړ د افغانستان په ختيځ کې يو له نارامو ولايتونو څخه دى. تېره ورځ (يکشنبه) هم دغلته د امريکايي سرتېرو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښتو کې لس کسان ووژل شول. امريکايي پوځ وايي په پرونيو نښتو کې وژل شوي ټول کسان طالبان دي، خو عيني شاهدانو ويلي چې په بمباريو کې څو ولسي خلک هم وژل شوي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه 'د کونړ په بمباريو کې ٣٥ ولسي خلک وژل شوي '07 جولاى, 2007 | افغانستان په ځانمرگي بريد کې درې ناټو سرتېري وژل شوي28 اگست, 2007 | افغانستان په افغانستان کې پنځه بهرني سرتېري وژل شوي27 اگست, 2007 | افغانستان په کندهار کې پوليس وژل شوي09 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||