|
په ځانمرگي بريد کې درې ناټو سرتېري وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ناټو په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو درې سرتېري په يوۀ ځانمرگي بريد کې په افغانستان کې وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي. په کابل کې د ناټو ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي مرگ ژوبله د افغانستان په سويل ختيځ کې نن (دوشنبه) هغه مهال ور واوښته چې د يوۀ پلۀ جوړونې پروژې په سيمه کې ول. خبرپاڼه وايي د ناټو سرتېري د پلۀ جوړونې سيمې ته ورغلي ول چې يوۀ سړي خپل ځان والوزاوه او دوه سرتېري يې ځاى پر ځاى ووژل. يوۀ بل سرتېرى روغتون ته پر لارې ساه ورکړه. د ناټو خبرپاڼې د پېښې په اړه نور جزيات نه دي ورکړي او نه يې د وژل شويو سرتېرو هويت ښوولى. د نن ورځې له پېښې سربېره، په تېرو دوو ورځو کې هم پنځه بهرني سرتېري د افغانستان په سويل او ختيځ کې په نښتو او بريدونو کې وژل شوي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه په افغانستان کې پنځه بهرني سرتېري وژل شوي27 اگست, 2007 | افغانستان په افغانستان کې پنځه بهرني سرتېري وژل شوي12 اگست, 2007 | افغانستان په افغانستان کې د ناټو شپږ سرتېري وژل شوي23 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||