|
په افغانستان کې پنځه بهرني سرتېري وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې په دوو بېلابېلو بريدونو کې څلور بهرني سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. له بگرام څخه د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي درې سرتېري او د دوى يو افغان ژباړن په ختيځ ولايت ننگرهار کې نن (يکشنبه) سهار له يوۀ بريد وروسته ووژل شول. پر دغو ځواکونو باندې د خوگياڼو په ولسوالۍ کې سهار وختي د سړک د غاړې بم چاودلى، او ياد شوي کسان له هغو ټپونو څخه مړۀ شوي چې په چاودنه کې يې اخيستي وو. د ايتلافي ځواکونو يو بل سرتېرى په دغې چاودنه کې چې د جگړه ييزو عملياتو پرمهال پرې شوى ټپي شوى هم دى. د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاگه شوى، خو د ايتلاف ډېرى سرتېري امريکايان دي. هاخوا، په سويل کې يو برتانوى سرتېرى هغه مهال وژل شوى او پنځه نور ژوبل شوي چې تېره ورځ (شنبه) پر سيمه ييزه پوځي اډه يې وسله والو طالبانو بريد وکړ. د ناټو په مشرۍ د دغو سرتېرو د مرگ ژوبلې خبر د ناټو ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې ورکړ شوى. که څه هم خبرپاڼې د پېښې جزيات او د وژل شوي سرتېري هويت نه دى ښوولى، خو د برتانيې د دفاع وزارت منلې چې يو سرتېرى يې د افغانستان په سويل کې وژل شوى او پنځه نور ژوبل شوي دي. د ټپي شويو سرتېرو روغتيا ښه ښوول شوې ده. د افغانستان په سويل کې په وروستيو مياشتو کې پر بهرنيو او افغان ځواکونو بريدونه زيات شوي دي. د برتانيې ډېرى سرتېري هم د سويل په هلمند ولايت کې مېشت دي، چې د افغانستان تر ټولو نارامه سيمه بلل کېږي. په يوه بله پېښه کې، چې سيمه يې د افغانستان ختيځ ښوول شوې، ناټو ځواکونو په يوې بلې خبرپاڼه کې ويلي چې يو سرتېرى يې په ترافيکي پېښه کې وژل شوى او درې نور ټپيان دي. قربانيان د يوې لوژستيکي پوځي گزمې برخه و، چې گاډى يې له سړکه نن واوښت. يو تن ځاى پر ځاى مړ شو او نور ټپيان د درملنې لپاره ولېږل شول. له وروستيو مرگ ژوبلو سره د سږ زېږديز کاله له پيله د بهرنيو ځواکونو شمېره چې په افغانستان کې د جگړې په ترڅ کې وژل شوي تر ١٣٠ اوړي. تير کال هم په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو له ډلې څه کم ٢٠٠ سرتيري په بيلا بيلو پېښو کې وژل شوي وو . په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکوريدو راهيسته په افغانستان کې شاوخوا ٦٠٠ نړيوال سرتيري وژل شوي دي . د نړيوالو ځواکونو په وژل شويو سرتيرو کې تر ټولو ډير د متحدو ايالاتو دي . په دويمه او درېيمه درجه ډير وژل شوي سرتيري د برتانيا او کاناډا دي. | ورسره تړلي نور خبرونه په کونړ کې د ناټو يو سرتېرى وژل شوى22 جولاى, 2007 | افغانستان په افغانستان کې د ناټو شپږ سرتېري وژل شوي23 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||