|
په کونړ کې د ناټو يو سرتېرى وژل شوى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د ناټو سوله ساتي ځواکونه وايي يو سرتېرى يې نن (يکشنبه) په ختيځ ولايت، کونړ، کې په بريد کې ووژل شو. د ناټو ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي سرتېرى يې په پېچ دره ولسوالۍ هغه مهال ووژل شو چې د وسله والو طالبانو په کمين کې پرې د سپکو وسلو ډزې وشوې. وژل شوى سرتېرى د يوې عادي گزمې غړى و چې په سيمه کې گرځېده. د وژل شوي سرتېري هويت نه دى په ډاگه شوى. کونړ د افغانستان په ختيځ کې يو له نارامو ولايتونو څخه دى. دلته په وروستيو کې پر بهرنيو ځواکونو د حکومت د وسله والو مخالفينو بريدونه زيات شوي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه په کونړ کې د ناټو دوه سرتيري وژل شوي دي06 جولاى, 2007 | خبرونه پکتيکا کې د ناټو سرتيرو ته مرگ ژوبله اوښتې05 جولاى, 2007 | خبرونه د کاناډا شپږ سرتيري په افغانستان کې وژل شوي 09 اپريل, 2007 | خبرونه وسله والو په کونړ کې درې ښوونځي وسوځول26 جون, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||