|
پکتيکا کې د ناټو سرتيرو ته مرگ ژوبله اوښتې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د پکتيکا ولايت په وازې خوا ولسوالۍ کې د سړک د غاړې يوې چاودنې د ناټو يو سرتىرى د پنجشنبې په ورځ ( د چنگاښ ١٤ د جولاى ٥ ) وژلى او دوه تنه نور يې ټپيان کړي دي . تر اوسه پورې د وژل شوي سرتيري په باب معلومات نشته چې د کوم هيواد اوسيدونکى دى . ناټو عمومآ تر هغو د وژل شويو سرتيرو په باب څه نه وايي چې د هغوى هيوادونه پرې خبر ورنه کړي . د افغانستان په سويل ختيځو ولايتونو کې تر ډيره ځايه د متحدو ايالاتو ځواکونه ځاى پر ځاى دي . دا په نژدې ٤٨ ساعتونو کې دويمه ورته پېښه ده چې په افغانستان کې د ناټو سرتيرو ته مرگ ژوبله اړوي . پرون د کندهار په ولايت کې د ناټو په قومانده کې پر دنده بوخت شپږ کانادايي سرتيري او د هغوى يو افغان کارکوونکى وژل شوي و . د افغانستان په سويل ختيځو ولايتونو کې د ناټو يوۀ وياند جگړن کورکي بي بي سي ته وويل چې دغه ډول چاودنې د دۀ په وينا د طالبانو ضعف ښيي . جگړن کورکي په دې باور و چې گواکې طالبان د مخامخ جگړې وس له لاسه ورکړى دى او اوس يې چاودنو او ځانمرگو بريدونو ته مخه کړې ده . د ځينو رپوټونو تر مخه د ٢٠٠٧ کال په ترڅ کې شاوخورا ٧٠ بهرني ځواکونه په افغانستان کې وژل شوي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||