|
د کاناډا شپږ سرتيري په افغانستان کې وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له کندهار څخه په خپرې شوې يوې خبر پاڼې کې د ناټو ځواکونه وايي د دوى شپږ سرتيري د دغه هيواد په سويل کې د يوې چاودنې له امله وژل شوي دي . په خبر پاڼه کې د پېښې دقيق ځاى نه دى ښوول شوى او دا هم نه دي ويل شوي چې د يکشنبې په ورځ څه وخت دغه چاودنه وشوه . داسې ښکاري چې د ناټو د گزمې گاډى پر يوۀ ماين ختلى چې له وژل شويو شپږ سرتيرو سره يو بل تن پکې ټپي شوى هم دى . خبر پاڼه زياتوي په پېښه کې د دوى يو گاډى هم ويجاړ شوى دى خو ملکي افغانانو ته ځاني تاوان نه دى اوښتى . د ناټو له تگلارو سره سم تر هغو د وژل شويو سرتيرو هويت نه په ډاگه کيږي چې د هغوى کورنۍ پرې خبرې نه شي . خو په کاناډا کې د هغۀ هيواد لومړي وزير سټيفن هارپر ويلي چې سرتيري د دۀ د هيواد و . دۀ تيره شپه وويل (( له بده مرغه دا په افغانستان کې د کاناډايي سرتيرو لپاره يوه بدمرغې ورځ وه چې شپږ سرتيري مو ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول . )) د کاناډا ډير سرتيري د افغانستان د کندهار په ولايت کې ځاى پر ځاى شوي دي . له ٢٠٠٢ کال څخه راهيسته چې د کاناډا سرتيري په افغانستان کې ځاى پر ځاى شوي دي دا ورته په يوۀ ځاى کې تر ټولو ډيره مرگ ژوبله ده . د افغانستان د سويلي سيمو لپاره د ناټو عمومي قومندان تورن جنرال ټان وون لوون د دغې پېښې په باب په خپل غبرگون کې ويلي : (( موږ به د دغو سرتيرو دغه قرباني چې د افغان ولس د ژوند ښه کولو لپاره يې ورکړې ده هيڅکله هيره نه کړو . )) د يوۀ ماين چوولو يا بلې چاودنې په ترڅ کې دا د نړيوالو ځواکونو لپاره په يوه پېښه کې تر ټولو لويه مرگ ژوبله ده . د افغانستان د سويل په يوه بله پېښه کې د ناټو يو بل سرتيرى هم پرون وژل شوى و . په ٢٠٠١ کال کې د طالب رژيم له نسکوريدو راهيسته په افغانستان کې شاوخوا ٥٠٠ نړيوال سرتيري په بيلا بيلو پېښو کې وژل شوي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه ناټو او طالبانو ته مرگ ژوبله اوښتي08 اپريل, 2007 | خبرونه ناټو: پاکستان د اورپکو په مخنيوي کې مرسته کوي26 مارچ, 2007 | خبرونه ناټو : په هلمند کې مو پراخ عمليات پيل کړي06 مارچ, 2007 | خبرونه ناټو: په افغانستان کې امنيت او سوکالي غواړو22 فبروري, 2007 | خبرونه گېټس: ناټو دې افغانستان سره ژمنې پوره کړي11 فبروري, 2007 | خبرونه جنرال رحيم وردک : د ناټود غونډې نتيجې مثبتې دي 09 فبروري, 2007 | خبرونه ناټو د افغانستان لپاره نور عسکر غواړي 08 فبروري, 2007 | خبرونه ناټو: په موسى کلا کې مو طالب قومندان وژلى04 فبروري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||