|
گېټس: ناټو دې افغانستان سره ژمنې پوره کړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ميونيخ په امنيتي کنفرانس د رابرټ گېټس پيغام ډېر څرگند وه. هغه وويل د ناټو اروپايي غړيو ته پکار دي چې په افغانستان او ترې ور آخو پر خپلو هڅو زور وا چوي. ښاغلي گېټس وويل د ناټو غړيو هېوادو له افغانستان سره ډېرې ژمنې کړي، او اوس يې وخت دى چې د پيسو او ځواکونو په ورکولو خپلې کړې ژمنې تر سره کړي. هغه وويل د دې خبرې منل گران دي چې په نړۍ کې له تر ټولو پرمخ تللو هېوادو جوړه يوه ټلواله چې د پوځيانو شمېر له دوه مليونو اوړي، هغه منابع چې په افغانستان کې ورته اړتيا ده برابرې نشي کړى. ښاغلي گېټس د دفاع د پخواني وزير دونالد رمسفېلد پر خبره د ټوکې په توگه وويل ، د زړې او نوې اروپا تر منځ اختلاف نشته، توپير يوازې د ناټو د هغو غړيو هېوادو تر منځ دى چې خپلې ژمنې پوره کوي او د هغو چې نه يې پوره کوي . نوموړي دغه راز له اروپايي هېوادو وغوښتل چې آزادۍ او ولسواکۍ ته ورپېښو نړيوالو گواښونو ته په پام سره، پر دفاعي چارو لگښت ډېر کړي. | ورسره تړلي نور خبرونه امريکايي وزيران له مشرف سره پر افغانستان غږيږي10 فبروري, 2007 | خبرونه گېټس: امريکايي قوماندانان نورسرتيرې غواړې17 جنوري, 2007 | خبرونه د امريکا د دفاع وزير کابل ته راغلى دى16 جنوري, 2007 | خبرونه جنرال رحيم وردک : د ناټود غونډې نتيجې مثبتې دي 09 فبروري, 2007 | خبرونه ناټو د افغانستان لپاره نور عسکر غواړي 08 فبروري, 2007 | خبرونه نوى ناټو قومندان جنرال مکنيل : طالبان ماتوو04 فبروري, 2007 | خبرونه ناټو د بشري حقونو د څار ټولنې رپوټ رد کړ01 فبروري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||