|
نوى ناټو قومندان جنرال مکنيل : طالبان ماتوو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ناتو ځواکونو د قوماندې مسوليت دبرتانوي جنرال ډيويد ريچارد څخه ، کابل کې د ځانگړو مراسمو په ترڅ کې امريکايي جنرال ته وليږدول شو . د ناتو نوي قوماندان جنرال مکنيل هوډ وښوده چې وسله والو طالبانو ته به ماته ورکړي. په همدې حال کې د ناتو د ځواکونو تلونکي قوماندان وويل چې د پوځي علمياتو تر څنگ افغانستان کې پر طالبانو د بري لپاره نور و هڅو ته اړتيا ده . برتانوي جنرال ډيوېد ريچاردز له نهو مياشتو وروسته ، په افغانستان کې دناتو ځواکونو مسوليت امريکايي جنرال مک نيل ته وسپاره . تيرو نهو مياشتو کې په افغانستان کې دناتو ځواکونو شمير له نهه زرو څخه ، ٣٣ زرو ته پورته شو . دتاوتريخوالو له امله ، جنرال ډيويد ريچاردز په افغانستان کې خدمت له سختو ننگونو سره پيل کړ . د ناتو ځواکونو ماموريت د هيواد سويل او ختيځ نارامو سيمو ته وغزيد او د وسله والو طالبانو د ځپلو پر عملياتو يې لاس پورې کړ . پر دغو سيمو پخوا حکومت دومره واک نه درلود . د ځواکونو د قوماندې مسوليت داسې مهال امريکايي جنرال ته ليږدول کيږي چې د ډيرو په وينا ، په افغانستان کې امنيتي ننگونې لا پر ځاى پاتې دي . وسله والو طالبانو يوځلي بيا دهلمند په نارامه ولايت کې د موسي قلعه ولسوالۍ ولکه کړې ده . د ناتو او سيمه يېزو مشرانو تر منځ د يوه تړون له مخې بايد قومي مشرانو دغه ولسوالي اداره کړې واى . د ناتو ځواکونو تلونکي قوماندان ښاغلي ريچاردز له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي دي چې د طالبانو يو قوماندان ملا غفور د ناتو ځواکونو په هوايي بمباريو کې وژل شوى دى . د ناتو د ځواکونو نوى قوماندان ښاغلى نيل وايې امريکايانو د برتانويانو او قومي مشرانو سره په موسي قلعه کې د سولې پر دغه تړون نيوکه درلوده . له دغه تړون سره په موسى قلعه کې سوله ټينگ نه شو . دغه تړون دوه ورځې وړاندې پر ولسوالۍ د طالبانو په بريد سره مات شو . تمه کيږي چې د ناتو نوى قوماندان به لا ډير ځواکونه په واک کې ولري چې په افغانستان کې د ناتو ماموريت ترسره کړې . خو شنونکي وايې تر اوسه لا معلومه نده چې د ناتو نوى قوماندان به د وسله والو طالبانو په وړاندې په مقابله او په افغانستان کې د امنيت د خوندې کولو په موخه له نويو لارو او تکتيکونو څخه کار واخلي اوکه نه . د افغانستان ولسمشر حامد کرزې ، د ناتو ځواکونو څخه په هيواد کې د ټيکاو د راوستو د اصلي عامل په توگه يادونه وکړه او هيله يې څر گنده کړه چې ناتو به مرسته وکړي چې په افغانستان کې سوله ټينگ شي . | ورسره تړلي نور خبرونه جنرال ريچرډز: پيسې او سرتيري غواړو22 جنوري, 2007 | خبرونه ناټو له پاکستانه د پوځي همکارى د پراختيا په هيله08 اکتوبر, 2006 | خبرونه برتانيا : جگړه سخته ده خو گټلاى يې شو19 سپتمبر, 2006 | خبرونه ډگر جنرال ريچرډز: طالبان مخ په ماتيدو دي09 سپتمبر, 2006 | خبرونه ريچرډز: د افغان مشرتابۀ وړانديزونه بايد ومنل شي28 جون, 2006 | خبرونه افغانستان: د ناتو قومنده برتانيويانو ته وسپارل شوه04 مۍ, 2006 | خبرونه افغانستان کې د ناتو برتانوي قوماندان سره مرکه 02 مۍ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||