BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:38 گرينويچ 2006 ,28 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ريچرډز: د افغان مشرتابۀ وړانديزونه بايد ومنل شي
جنرال ريچرډز
له بي بي سي سره په ځانگړې مرکه کې بريد جنرال ډيويډ ريچرډز وويل افغانستان به نړيواله ټولنه يوازې پرينږدي
په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو مشر بريد جنرال ډيويډ ريچرډز د ولسمشر کرزي له لورې پر نړيوالې ټولنې شوې نيوکې پر ځاى وبللې او ويې ويل چې د افغانستان په چارو کې بايد د افغان مشرتابۀ وړانديزونه ومنل شي .

بريد جنرال ريچرډز له بي بي سي سره په يوې ځانگړې مرکې کې ډاډ وښوود چې د افغانستان د امنيت وضعه به هم تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې بدله شي .

دغۀ برتانوي جنرال يو وار بيا ټينگار وکړ چې تر هغو به نړيواله ټولنه افغانستان پرينږدي چې د طالبانو او ترهگرو ستونزه يې نه وي ختمه کړې .

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو مشر بريد جنرال ډيويد ريچرډز په لومړي ځل هغه څه ومنل چې برتانيا او متحد ايالات يې عمومآ په ښکاره نه مني .

دۀ وويل اوس د طالبانو بيا راښکاره کيدل د هغې تگلارې له امله دي چې گواکې افغانستان ته پام ونه شو .

بريد جنرال ريچرډز
 تر هغو به نړيواله ټولنه افغانستان پرينږدي چې د طالبانو او ترهگرو ستونزه يې نه وي ختمه کړې .

بريد جنرال ريچرډز پر عراق د امريکا په مشرۍ کې يرغل د بې پامۍ اصلي دليل وبالۀ .

دغه برتانوي جنرال وويل که چيرې د طالبانو له نسکوريدو وروسته د افغانستان په سويلي سيمو کې ځواکونه ډير شوي واى اوس به طالبان هغومره فعاله نه واى لکه چې ليدل کيږي .

ښاغلي ريچرډز په ډاگه کړه چې دعراق دجگړې له پيليدا سره نړيوالو د طالبانو بيا راد بره کېدو ته پام ونه کړ او له همدې امله يوه تشه پيدا شوه :

((هيڅ شک نشته او زه له تاسو سره موفق يم چې د طالبانو دتاوتريخوالي ستونزه داوخت هم شته .ددې ستونزې اصلي لامل افغانستان ته د نړيوالې ټولنې د توجه کموالى دى . چې په دې هېواد کې يې يوه خلا رامينځ ته کړه چې دغه خلا طالبانو ډکه کړه .زه فکر کوم د يوې مودې لپاره عراق ته دنړۍ پام زيات شو ا و بل داچې احتمالا موږ طالبان کمزوري گڼلي وي . او دافغانستان سويلي ولايتونو ته مو پوره پام ونه کړ.))

خو ښاغلي ريچرډس ډاډ وښود چې وخت نه دى تېراو طالبان دومره نه دي پياوړي شوي چې دولتي واکمني له گواښ سره مخامخ کړي .

دده په وينا بيرته به اورپکې تيښتې ته مجبور کړي . دافغانستان په جنوب کې مخ پر خرابيدونکي امنيتي وضيعت په کوردننه هم له خلکو او افغان چارواکو سره اندېښنې او يولړ پوښتنې راټوکولي .

په دې وروستيو کې ولسمشر حامد کرزي پر نړېوالو ځواکونو په يوه ډول نيوکه وکړه چې خبرو ته يې غوږ نه نيسي . په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر د ښاغلي کرزي سره همغږى دى او پر نړېوالې ټولنې دى هم نېوکه کوي .

((زه فکر نه کوم چې د ښاغلي کرزي موخه دې يواځې نړيوال ځواکونه وي . زه پر نړيوالې ټولنې ددې لپاره نيوکه کوم چې دافغانستان دخلکو او په ځانگړي توگه د ښاغلي کرزي خبرو ته غوږ نه ږدي . هيڅوک دغه هېواد له افغانانو نه ښه پيژني . او زه فکر کوم چې د ښاغلي کرزي لخوا پر موږ شوې نيوکه پرځاى ده موږ بايد دده خبرو ته غوږ کېږدو او موږ به دا کار وکړو. .))

په افغانستان کې د ناټو د څو زره کسيز ځواک مشر خوښي وښووده چې د دۀ په وينا د پاکستان ولسمشر اوس منلې چې طالبان يې په خاوره کې شته دي .

بريد جنرال ريچرډز وويل دا اوس د پاکستان دنده ده چې د دۀ په وينا د دغه خط مخه ونيسي . برتانيوي قومندان طالبانو ته گواښ وکړ چې افغانستان به د دۀ په وينا د ترهگرو تر ختميدو پورې نړيواله ټولنه پرينږدي .

دۀ له افغان ولس څخه غوښتنه وکړه چې طالبانو ته پناه ورنکړي خو ورسره يې ټينگار درلود چې په عملياتو کې به د ملکي خلکو ژوند ته خطر تر خپلې وسې کموي :

طالبان بيا ولې فعاله شول
 زه فکر کوم د يوې مودې لپاره عراق ته دنړۍ پام زيات شو ا و بل داچې احتمالا موږ طالبان کمزوري گڼلي وي . او دافغانستان سويلي ولايتونو ته مو پوره پام ونه کړ
ريچرډز

(( دا زمالپاره ډېره مهمه ده موږ بايد ددوى د مخنيوي لپاره لازم تدبيرونه ونيسو .کله چې موږ دجولاى په مياشت کې دافغانستان دجنوبي سيمو قوما نده ترلاسه کړو تاسو به ووينى چې موږ دموضوع دارزښت په اړه به يوځل بيا ټينگار وکړو ، خو غواړم ووايم چې که عام وگړي اوپکو ته پناه ورکړي بايد په دې پوه شي جې دهغوى لپاره هم گواښ پېښېدلى شي ))

په روان ميلادي کال کې ظاهرآ د وسله والو طالبانو بريدونه ډير شوي دي . ولسمشر حامد کرزي تيره اوونۍ ويل چې يوازې په دوو درو اوونيو کې د بريدونو او ترهگرو اعمالو له امله تر ٥٠٠ ډير کسان وژل شوي دي .

طالبانو په دې وروستيو کې د يوۀ نيم ځاى د نيولو دعوه هم کړې خو په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو مشر وايي طالبان د خرپ و ترپ په بريد کې د لنډ وخت لپاره ښايي کوم ليرې پروت ځاى و نيسي خو دا وس نه لري چې د دوى د ځواکونو مقابله وکړي . بريد جنرال ريچرډز په لنډ وخت کې د امنيتي وضعې د ښه کيدو وړاندوينه هم وکړه :

(( کله چې غواړو کومې چارې ترسره کړو په هغې غږېږو .زه ډېر داډمن يم چې د قومي مشرانوهر اړخيزه همکاري زموږ سره مرسته کوي چې ډاډمنه فضا رامينځ ته کړو، په هغه مهال به موږ دنړيوالو ټولنو دچارو د برياليتوب شاهدان واوسو . کله چې خلک زموږ دغو پرمختگونو ته ځير شي ، نو هغه کسان چې ددغه پړاو نه په څنگ پاتې شوي هغوى به وهڅول شي چې ددغه پړاو سره يوځاى شي . او کېداى شي هغه کسان چې د اورپکو د بريدونو مخالف دي هغوى به جرات پيداکړي چې په خپل دريز ټينگ ودريږي او خپلې چارې پر مخ بوځي ))

له لويه سره په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو مشر ټينگار لارۀ چې د افغان مشرتابۀ تر شا ولاړ دي ، د بيا رغاونې لپاره شريط چمتو کوي او ترهگر ناهيلي کوي چې د خرپ و ترپ په بريدونو به يې له افغانستان څخه وتلو ته اړ نه کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت