|
ډگر جنرال ريچرډز: طالبان مخ په ماتيدو دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ناټو د جنرالانو له خوا افغانستان ته د نورو ځواکونو غوښتنه د پوځي شننونکو په وينا د هغۀ څه ښکارندويي کوي چې دوى ورته په افغانستان کې د وسله والو طالبانو بيا غوړيدل وايي . په افغانستان کې د ناټو پوځي مشر که څه هم د نورو سرتيرو لاره څاري خو دا نه مني چې گواکې طالبان پياوړي شوي دي . تر هغه وړاندې چې په وارسا کې د ناټو غړي هيوادونه افغانستان ته د نورو سرتيرو پر شميرې سره سلا شي له بي بي سي سره په خبرو کې ډگر جنرال ډيويډ ريچرډز ادعا وکړه چې طالبان مات شوي او ځپل شوي دي . دغه برتانوى افسر له تيرو شپږو اوونيو په افغانستان کې د ناټو د پوځي عملياتو مشري په غاړه لري . دا هغه موده ده چې د افغانستان په سويلي ولايتونو کې پر نړيوالو سرتيرو خورا ډير بريدونه وشول او مرگ ژوبله يې هم ډيره وه . خو ډگر جنرال ډيويډ ريچرډز دا نه مني چې د دۀ ځواکونه له ستونزو سره مخامخ دي : (( دا خبره اصلآ نه منم چې موږ له ستونزو سره مخامخ يوو . موږ لا د هغۀ ماموريت په پيل کې يوو چې شپږ اوونۍ وړاندې مو پيل کړى دى . د ښو سرتيرو په څير پر لنډ مهالو ستونزو نه زړۀ ماتې کيږم . موږ امنيت ټينگوو . )) د ناټو جنرالان هيلمن دي چې نور سرتيري به دوى ته د طالبانو پر ضد د لا پراخو عملياتو موقعې ورکړي . په افغانستان کې د ناټو قومندان له طالبانو سره هره نښته د ځان په گټه تمامه شوې گڼي خو دا چې لا هم ولې طالبان فعاله دي علت يې د دوى په وينا دا دى چې ناټو سرتيري د کندهار د پنجوايي د روانو عملياتو په څير په طالبانو پسې نه دې ورغلي . نور سرتيري به د ناټو د قومندانانو په وينا دوى ته دغه توان ورکړي . خو دا چې دغه نور سرتيري به له کومه راځي د وارسا غونډه يې حل لاره پسې غواړي . | ورسره تړلي نور خبرونه ناټو د افغانستان لپاره ٢٠٠٠ نور سرتيري غواړي09 سپتمبر, 2006 | خبرونه ناټو د افغانستان لپاره نور پوځيان غواړي08 سپتمبر, 2006 | خبرونه ريچرډز: د افغان مشرتابۀ وړانديزونه بايد ومنل شي28 جون, 2006 | خبرونه افغانستان: د ناتو قومنده برتانيويانو ته وسپارل شوه04 مۍ, 2006 | خبرونه افغانستان کې د ناتو برتانوي قوماندان سره مرکه 02 مۍ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||