|
ناټو د افغانستان لپاره ٢٠٠٠ نور سرتيري غواړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ناټو په افغانستان کې د خپلو عملياتو لپاره د نورو دوو زرو عسکرو غوښتنه کړې چې له هغو نولس زرو پوځيانو سره مرسته وکړي چې لا دمخه په دغه هيواد کې ځاى پرځاى دي. دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د ناټو پوځي مشران په وارسا کې سره جرگه شوي چې په افغانستان کې د خپلو عملياتو پر څرنگوالي له سره کتنه وکړي. د ناټو دعملياتو ستر قوماندان وړمه ورځ د يو څه نورو پوځيانو د استولو اړتيا ته گوته نيولې وه. په سبا يې د ناټو يوه وياند وويل چې د نژدې دوو زرو عسکرو غوښتنه به وشي. د ناټو چارواکي په دې کې هېڅ ډول تناقض نه ويني. غړو هيوادونو د هغه څه په سلو کې يوازې ٨٥ چمتو کړي چې ژمنه يې کړې وه. ناټو غواړي په ډگر کې نور پوځيان ولري چې په وينا يې د "جگړه ييز ډگر احتياطي" ځواک رامنځ ته کړي. دا به د ٧٠٠ او زرو تنو يوه پلې قطعه وي چې د هيواد هرې سيمې ته په هوا رسول کېدلى شي. مرستندوى جگړه ييز قطعات به ددغه ټولگي ټول شمېر تر دوو زرو ورسوي. داسې نښې نښانې نشته چې دا نوي سرتيري به له کومه کېږي. چارواکي وايي چې له ټولو هيوادو څخه به غوښتنه کېږي چې ونډه واخلي او د عسکرو د ممکنه چمتو کوونکي په توگه د يوه هيواد نوم هم په ځانگړي ډول ياد شوى ندى. د نورو عسکرو د ورکړې دا غوښتنه په داسې يوه ورځ رامنځ ته شوې چې په کابل کې يوه ځانمرگي بريد دوه امريکايي عسکر او لږترلږه ١٤ ولسي وگړي ووژل. دا په روان کال کې تر ټولو ناوړه بريد دى. بريد کوونکي خپل موټر د امريکايي ځواکونو له زغره وال کتار سره وجنگاوه چې ټوټې او پارچې يې سلگونه متره لېرې خپرې شوې. | ورسره تړلي نور خبرونه ناټو د افغانستان لپاره نور پوځيان غواړي08 سپتمبر, 2006 | خبرونه د کابل ځانمرگى بريد:١٣ وژل شوي ٣١ ټپيان دي08 سپتمبر, 2006 | خبرونه د فراه چاودنې ٤ ايټاليايي سرتيري ټپيان کړل08 سپتمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||