BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:28 گرينويچ 2006 ,08 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کابل ځانمرگى بريد:١٣ وژل شوي ٣١ ټپيان دي

کابل
ايتلافي ځواکونه وايي د دوى يوازې دوه کسه سرتيري وژل شوي دي
په پلازمينې کابل کې د يوه ځانمرگي بريد له امله ١٣کسان وژل شوي او په لسگونه نور ټپيان شوي دي.

په وژل شويو کسانو کې دوه د ايتلافي ځواکونو سرتيري هم شامل دي. چاودنه د امريکا سفارت ته نژدې د صحت عامې په څلور لارې کې شوې.

چارواکي وايي له چاوديدونکو توکو څخه ډک يو موټر د ايتلافي ځواکونو پر کتار دغه بريد تر سره کړ.

که څه هم د چاودنې سيمه د ملي پوځ ،پوليسو او ايتلافي ځواکونو له لوري تړل شوې وه او خبريالانو ته اجازه نه ورکول کيده چې له نژدې د پښې ځاى وگوري خو په شاوخوا سيمې کې د چوول شويو موټرو ټوټې او د وژل شوي کس د بدن ځينې برخې خپرې ورې پرتې وې.

په وژل شويو کسانو کې د ايتلافي ځواکونو دوه سرتيري هم شامل و چې د سړک ترغاړې پراته و.دغه ځان مرگى بريد د امريکا سفارت ته ور څيرمه د صحت عامه په څلور لاري کې شوى دى چې د پلازمينې تر ټولو خوندي سيمه گڼل کيږي .

د کابل دا مينه قومندانۍ له جنايي پيښو سره د مبارزې مشر مل پاسوال علي شاه پکتياوال بي بي سي ته وويل چې ١١ ملکي کسان په دغه بريد کې وژل شوي دي .

د کابل د درو لويو روغتونو مسوولينو بي بي سي ته وويل چې له دوى سره نژدې ٣٠ ټپيان شته چې درملنه يې روانه ده ، د ټپيانو د وضعې په باب نور جزييات نه و .

په وژل شويو کسانو کې د ايتلافي ځواکونو دوه سرتيري هم شامل دي په کابل کې د ايتلافي ځواکونو له خوا په خپرې شوې يوې اعلاميې کې ويل شوي چې دغه دوه تنه وژل شوي سرتيري د متحدو ايالاتو اوسيدونکي وو .

د کابل د درو لويو روغتونو مسوولينو بي بي سي ته وويل چې له دوى سره نژدې ٣٠ ټپيان شته

په ټپيانو کې هم دوه کسه امريکاييان بلل شوي دي . عمومآ طالبان د دغه ډول بريدونو پړه په غاړه اخلي دا ځل هم دوى له رسنيو سره په تيلي فوني خبرو کې ادعا کړې ده چې دغه ځانمرگى بريد دوى کړى دى .

که څه هم د ځانمرگو بريدونو ډير خبرونه د افغانستان له سويلي ولايتونو څخه رارسيږي خو په دې وروستيو کې د ناامنيو لمن پلازمينې کابل ته هم غځيدلې ده.

نژدې يوه اوونۍ وړاندې د کابل په ختيځو څنډو کې هم ځانمرگى بريد شوى و چې له امله يو بريتانوى سرتيرى او څلور کسه افغان وگړي وژل شوي و.

ننى بريد د کابل دعامې روغتيا په څلور لاري کې چې د احمد شاه مسعود څلور لارى هم بلل کيږي او داسې مهال کيږي چې سبا ته د احمد شاه مسعود د مړينې پنځم تلين د يو لړ مراسمو په ترڅ کې لمانځل کيږي. قومندان مسعود پخپله هم په يوۀ ځانمرگي بريد کې وژل شوى و .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت