BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:21 گرينويچ 2006 ,08 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو د افغانستان لپاره نور پوځيان غواړي

ياپ دېهوپ شېفر
ښاغلي دېهوپ شيفر وويل چې د طالبانو ټينگار له اټکل نه پورته وو
سرمنشي ياپ دېهوپ شېفر بي بي سي ته وويل ځينې غړي هيوادونه پوره شمېر عسکر نه ورکوي چې په افغانستان کې له عملياتو سره مرسته وشي.

ښاغلي دېهوپ شيفر وويل چې د طالبانو ټينگار له اټکل نه پورته وو او غړو هيوادو ته په کار ده چې پر دې خبره ژور غور وکړي چې کوم کارونه ترسره کولى شي.

د ناټو مشران همدا اوس اوس د افغانستان له درې ورځنۍ کتنې راستانه شوي دي.

دوى هلته له ولسمشر کرزي، جگپوړو پوځي افسرانو او عادي پوځيانو سره خبرې درلودې. کوم پيغام چې دوى له ځانه سره راوړى خورا زيږ دى.

دوى نور عسکر غواړي چې د هغه حالت غم وخوري چې اټکل يې نه کېده. دا څومه اوونۍ ده چې ناټو لگيا ده په جنوب کې د پرمختگ هلې ځلې کوي.

ناټو د هغه چا له خورا کلک مقاومت سره مخامخ شوې چې د طالبانو، نشه يي کاروباريانو او جنگي سالارانو يوه گډوله يې بولي.

په تېره بيا طالبانو چې واکمني يې په ٢٠٠١ کال کې را وپرځول شوه، د يوه چارواکي په وينا د ناټو له پوځيانو سره د مقابلې لپاره خپله وړتيا ډېره کړې ده.

برتانيې چې په افغانستان کې ٤٥٠٠ عسکر لري، په جولاى کې په ډاگه کړه چې د هيواد په جنوب کې به خپل عمليات د نورو ٩٠٠ عسکرو په استولو سره پياوړي کړي. خو ناټو اوس وايي چې لا نورو عسکرو ته اړتيا لري.

تر هرڅه دمخه هغه غواړي چې (غړي) هيوادونه پر خپلو ژمنو ټينگ پاتې شي او ترسره يې کړي.

يوه وياند وويل چې د ژمنه شويو عسکرو يوازې په سلو کې ٨٥ پوځيان چمتو کړى شوي دي. خو ښايي لا نويو ژمنو ته اړتيا وي.

که داسې ده، نو آيا اوس هم په افغانستان کې د ناټو ماموريت سم روان دى؟

په بي بي سي کې د ډېپلماتيکو چارو خبريال جاناتن مارکس په خپله څېړنه کې وايي:

دا څرگندونې د ناټو د سر سر مشرانو او د هغه د تر ټولوجگپوړي قوماندان – له خوا ددې ټکي منل دي چې ناټو په افغانستان کې د حالاتو په لومړۍ ارزونه کې خورا ژوره تېروتې وه.

اوس ټولې خبرې پر دې راټولې دي چې له هغو غړو هيوادونه نوره مرسته ترلاسه شي چې حکومتونه يې زړه نازړه دي. خو تر څه ځايه د نورې مرستې ټکى ناسم دى.

 د ژمنه شويو عسکرو يوازې په سلو کې ٨٥ پوځيان چمتو کړى شوي دي.

ډېپلماتيکو سرچينو بي بي سي ته وويل چې په جنوب کې د ناټو عملياتو ته هېڅکله هم هومره وسايل او مالي امکانات چمتو شوي نه دي چې ددغو عملياتو تر پيل وړاندې يې په لومړني پوځي پلان کې اټکل شوى و.

ناټو د درانده وزن د پورته کوونکو ضروري چورلکو او هغو الوتکو درېيمه برخه لا تر اوسه هم نه لري چې په گران جغرافيايي موقعيت کې چټکې خوځېدنې شونې کولى شي.

خو تر هرڅه دمخه دا په سيمه کې د عسکرو د شمېر خبره ده. ناټو د پوځيانو داسې احتياطي زېرمه نلري چې د عملياتو د چټکولو پرمهال يې د سترگو په رپ کې ډگر ته راوباسي.

دغه راز پوځي ټولگي په جنوب کې له نورو ارزښتناکو دندو څخه هم راايستل کېدى نشي چې بل لوري ته واستول شي.

د افغانستان له نورو سيمو څخه هم هغوى نشي راوستل کېدى، ځکه چې ډېر غړي بشپړې جگړې ته د خپلو پوځيانو له استولو اندېښمن دي.

اوس چې کوم څه ته بيړه نۍ اړتيا ده هغه د څو سوو پوځيانو يوه اضافي جگړه ييزه ډله ده چې د کشف او لوژستيک خپل امکانات ولري. دا به قوماندانانو ته هومره انعطاف ورکړي چې غواړي يې.

خو آن که چېرې دا اضافي مرسته پر لاره هم وي، ډېرئ څېړونکي لا هم شک لري چې ناټو دې په افغانستان کې خپلو پراخو هدفونو ته ورسېدلى شي.

ورسره تړلي نور خبرونه
افغانستان او ناټو
14 دسمبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت