BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:46 گرينويچ 2006 ,30 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دناټوسرمنشي هالينډيان د ناټو ملاتړ ته راوبلل

افغانستان کې د ناټو ځواکونه
افغانستان کې د ناټو ځواکونه د امنيت په ټينگولو ، بيا رغونې او د مخدره موادو پرضد مبارزې کې برخه لري
څو ورځې مخکې لدې نه چې د هاليند پارلمان افغانستان ته د دغه هېواد د عسکرو د ليږلو په هکله رايه ورکړي د ناټو سرمنشي ياپ دې هوپ شيفر چې اصلا هاليندى دى خپلو هيواد والو ته د احساساتو نه ډکې وينا کې غوښتنه وکړه چې د امريکا تر مشرۍ لاندې د ناټو ددغه ډير خطرناکه ماموريت ملاتړ وکړي

ښاغلي شيفر وويل : (( ناټو د ملگرتيا داسې يوه اتحاد يه ده چې غړي ېې نشي کولاى په ځانگړي توگه يوشى غوره کړي ))

هغه خبردارى ورکړ چې : (( که ناټو بريالۍ نشي پايلې به يې خطرناکې وي )) ځکه چې افغانستان به بيا د تروريزم په صادرونکي هيواد باندې بدل شي

تيره اونۍ برتانيې ومنله چې ٣٣٠٠ تنه نور عسکر د افغانستان جنوب ته وليږي چې هلته به د امنيت په ټينگولو ، بيارغونې او د نيشه أي توکو د قاچاق پرضد مبارزې کې برخه اخلي. د ٣ کلو په ترڅ کې به ددې کار لگښت يو ميليارد سترلينگ پونډه وي

کاناډا لا مخکې پدې برخه کې د برتانېې ملاتړ کړى او اوس برتانيا هاليند ته گوري چې د ١١٠٠ عسکرو د ليږلو ژمنه ېې کړې وه خو د هاليند پارلمان ځنډولې ده . په نظر کې دي چې د پنجشنبې په ورځ پدې هکله رايې ورکړي

د ناټو سرمنشي وويل هيله لري چې ناټو به بالاخره د افغانستان هغو جنوب ختيځو سيمو ته چې له خطرونو ډکې دي او د پاکستان پولو ته نږدې د طالبانو ځواکونه په جگړو بوخت دي خپل عسکر وليږي
او د تل پاتې آزادى تر نامه لاندې د عملياتو مسوليت په غاړه واخلي

دهاليند په پارلمان کې د ((D66 )) په نامه يو وړوکى منځلارى گوند چې د لومړي وزير يان پيټر بالکېنند د حاکم گوندسره ېې ايتلاف کړى د ناټو ددغې نوي ماموريت په هکله دوه غټې انديښنې لري

يوه داچې ناټو به د سولې ساتلو پرځاى د سولې جوړولو دنده پر غاړه اخلي او بله داچې عسکر به ېې په کافي اندازه ملاتړ ونلري

خو د ناټو سرمنشي ښاغلى شيفر ټينگار کوي چې عسکر به ښه کافي ملاتړ ولري او هر څه ته به چمتو وي . هغه داهم وايي چې د ناټو غړي هيوادونه بايد پدې دليل چې عمليات خطرناکه دي د برخې اخيستو نه ډډه ونکړي . ښاغلي شيفر وويل (( د افغانستان عمليات د ناټو ترټولو مهم عمليات دي ))، ((پدې اتحادېې کې د ملگرتيا او پيوستون معنا داده چې که پدې عملياتو کې برخه اخيستى شي بايد واېې خلي )) .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت