|
ناټو دافغانستان پر حالاتو بحث کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ناټو چارواکي وايي افغانستان کې يې د ځواکونو پر وړاندې ځينې ننگونې شته چې د بروکسل په غونډې کې به پرې خبرې وشي. په پام کې ده چې د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ او په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو ملکي سلاکار حکمت چتين د ناټو دغړو هيوادونو په راتلونکې غونډې کې دگډون په موخه بروکسل ته ولاړ شي. په افغانستان کې د ناټو ملکي وياند مارک ليټې په يوې خبري ناستې کې وويل له افغانستان څخه د ملي د فاع د وزير ښاغلي وردگ په مشرۍ بروکسل ته د افغان پلاوي تگ داښيې چې افغانستان د ناټو د ځواکونو دکار په لومړيتوب کې ځاى لري. هغه وويل د بروکسل په غونډې کې به د افغانستان په سويل کې د وروستيو ناکراريو او په ځانگړې توگه د بمي اوځانمرگي بريدونو په اړه سلامشورې وشي. ((ځيني مسايل لکه ځانوژونکي بريدونه او د چاوديدونکو توکو ځاپرځاى کونه چې په دې وروستيو کې زيات شوي د پوځي قومندانانو له لوري په سمه توگه ارزول کيږي.. په افغانستان کې د ناټو ملکي وياند يو ځل بيا ټينگار وکړ چې که څه هم د ناټو څواکونه په افغانستان کې له ځينو ننگونو سره مخامخ دي خو دغه غونډه به د افغانستان پر وړاندې د ناټو ژمنو ته يو ځل بيا نوې بڼه ورکړي. په بروکسل کې د ناټو د غړو د هيوادونو غونده چې د افغانستان پر امنيتي مسايلو به سلامشوري وشي په داسې مهال جوړيږي چې په د وروستيو کې د نا امنيو له امله سل گونه کسان په دغه هيواد کې وژل شوي دي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||