BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:33 گرينويچ 2007 ,22 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
جنرال ريچرډز: پيسې او سرتيري غواړو
ريچرډز
ډگر جنرال ډيويډ ريچرډز د طالبانو د ماتې لپاره په دې شرط يو بل کال ته اړتيا ويني چې سرتيري يې ډير شي او د بيا رغاونې چارې گړندۍ شي
په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د قومندان ډگر جنرال ډيويډ ريچرډز خبرې له ډاډ او هيلو ډکې وې .

دۀ د وسله والو طالبانوملا ماته شوې بلله . او افغان ځواکونه يې د دې جوگه گڼل چې تر راتلونکو دولسو مياشتو به په يوازې سر هم وسله وال طالبان په شا تمبوي .

دا نظرونه د ناټو د هغۀ پوځي قومندان له خولې چې افغانستان کې يې د خدمت دوره په بشپړيدو ده د ډيرو په گومان خوشبينانه دي .

خو ډگر جنرال ډيويډ ريچرډز د طالبانو د ماتې لپاره په دې شرط يو بل کال ته اړتيا ويني چې سرتيري يې ډير شي او د بيا رغاونې چارې گړندۍ شي .

د ناټو غړو هيوادونو د نورو سرتيرو ورکړې ته په تيرو وختونو کې زړۀ نه دى ښه کړى .

جنرال ريچرډز له بي بي سي سره په يوې ځانگړې مرکې کې ټينگار لارۀ چې افغان ځواکونه ډير ژر د دې توان موندلى شي چې له وسله والو طالبانو سره په يوازې سر مقابله وکړي .

خو دۀ دا خبره رد کړه چې گواگې دا په دې مانا ده چې ناټو يا نور نړيوال سرتيري په دې توگه ډگر افغان ځواکونو ته پريږدي .

جنرال ريچرډز وويل ناټو به تر هغو په افغانستان کې وي چې اړتيا يې ورته ليدل کيږي . دۀ په افغانستان کې پر روانو تاوتريخواليو د برلاسي خبره کوله او ويل يې چې طالبان گواکې مات شوي خو تر يوۀ بل کاله پورې پوځي او بيا رغاونکوهڅو ته اړتيا شته چې دغه خبره يقيني شي .

په افغانستان کې د ناټو پوځي مشر د نورو سرتيرو او پيسو غوښتنه په دې دليل کوله چې يوازې اوسنى حالت د دۀ په وينا بس نه دى . دۀ اوسنى حالت ښه وبالۀ او ويې ويل چې د طالبانو هڅې شنډې شوي او يوازې د ځانمرگو بريدونو تر حده کمې شوي دي .

ډگر جنرال ريچرډز دا غوښتل چې په راتلونکي کال کې د ناټو سرتيري د وسله والو طالبانو سرخوږى د تل لپاره ختم کړي . دۀ دا ومنل چې يوازې په جگړې دغه هر څه نه کيږي .

جنرال ريچرډز د تير اگست له مياشتې راهيسته د وسله والو طالبانو زور مات شوى وبالۀ او ويې ويل چې د ناټو له لورې پرله پسې عملياتو د طالبانو ملا ماته کړې ده .

دغۀ برتانوي جنرال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لا ډيرو همکاريو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې جنرال مشرف له زړۀ غواړي چې د طالبانو مخه ونيسي .

دۀ په پوله د ماين اېښودلو او دېوال جوړولو طرح غوره ونه بلله خو ويې ويل چې بايد د دۀ په وينا د ترهگرو د مخنيوي لپاره په گډه هلې ځلې وشي .

ډگر جنرال ډيويډ ريچرډز دوه اوونۍ وروسته په افغانستان کې د خپلې نهه مياشتنۍ دورې له بشپړولو سره برتانيا ته ستنيږي د دۀ پر ځاى به يو امريکايي جنرال په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو مشري په غاړه واخلي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت