BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:50 گرينويچ 2007 ,22 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو: په افغانستان کې امنيت او سوکالي غواړو

شفر
ښاغلي شيفر وويل افغانستان د جگړې لومړۍ کرښه او دوى له هغو کسانو سره په جگړې کښيوتي چې د په وينا د دوى ارزښتونه له مينځه وړي.
د افغان ولسمشر کرزي او د ناټود سر منشي ياپ ديهاپ شيفر په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د خبريالانو پوښتنو ته نن ( پنجشنې د کب ٣ د فبروري ٢٢ ) ځواب وايه .

د خبري غونډې ډيره برخه د ايټاليا د هيواد له خوا پر هغې مسالى څرخيدې چې افغانستان کې يې د خپلو سرتيرو پر شتون او يا هم ډيرولو شک ښودلى.

د ناټو سرمنشي ياپ ديهوپ شيفر وويل د ناټود شتون اصلي موخه د امنيت راوستل، بيا رغاونه او په ټوله کې د افغانستان له سوکالۍ ملاتړ دى خو د دغو ټولو موخو د تر لاسه کولو لپاره زموږ پوځي شتوالي ته اړتيا شته.

ښاغلي شيفر وويل افغانستان د جگړې لومړۍ کرښه او دوى له هغو کسانو سره په جگړې کښيوتي چې د په وينا د دوى ارزښتونه له مينځه وړي.

ښاغلي شيفر وويل که په افغانستان کې جگړه ونه گټي نو گواکې جگړه به ددوى دروازو ته ور ورسيږي.

افغان ولسمشر د ايټاليا او د ناټو غړو هيوادونو ته دا پيغام و چې افغانان او افغانستان ميشت ځواکونه ټول د خپلې بقا ، پاتې کيدو او ژوندانه لپاره جگړه کوي.

ښاغلي کرزي وويل چې دده په وينا هغه ورځې له ياده ونه باسو چې د نيويارک ودانۍ ونړول شوې او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خلکو په سختو کړاونو کې ژوند کاوه.

د ناټو سر منشي وويل دوى به د افغانستان لاس ته راغلي ارزښتونه، بيارغونه او پانگونه په هيڅ قيمت په اوبو لاهو نه کړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت