BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:10 گرينويچ 2007 ,06 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کونړ کې د ناټو دوه سرتيري وژل شوي دي

ناټو سرتيري په کونړ کې
دا په تيرو ٧٢ ساعتونو کې د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې د ناټو د سرتيرو دريمه وژنه ده
له کابله په خپرې شوې يوې خبر پاڼې کې ناټو يوازې دومره وايي چې د دوى دوه سرتيري د افغانستان په ختيځ کې وژل شوي دي او د افغان ځواکونو او ملکي کسانو په گډون يو شمير نور ټپيان شوي دي .

په کونړ کې افغان چارواکي وايي چې د وټه پور په ولسوالۍ کې دغه عمليات تيره شپه پيل شوي او تر اوسه (د جمعې سهار ) روان دي .

لوړ پوړو افغان چارواکو بي بي سي ته وويل چې په دغو عملياتو کې د ناټو پنځه سرتيري او درې تنه افغان عسکر ټپيان شوي هم دي .

چارواکي دعوه کوي چې ښايي په لسگونو طالبان هم په دغو عملياتو کې وژل شوي وي . د طالبانو په استازيتوب يوۀ کس بي بي سي ته له نامعلومه ځايه په ټيلې فون کې دا خبره رد کړې او وايي د دوى دوه کسان ټپيان شوي دي .

دا په تيرو ٧٢ ساعتونو کې د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونوکې ناټو ځواکونو ته اوښتې درېمه مرگونې پېښه ده .

وړمه ورځ په کندهار کې د کاناډا شپږ سرتيري او د هغوى يو افغان کارکوونکى د يوۀ ماين په چاودنه کې وژل شوي و .

د پنجشنبې په ورځ د پکتيکا په ولايت کې يوې بلې چاودنې د ناټو يو سرتيرى وواژۀ او دوه نور يې ټپيان کړل .

په پکتيکا او کونړ کې تر ډيره ځايه د متحدو ايالاتو ځواکونه ځاى پر ځاى دي . په کونړ کې ځينې افغان چارواکي وايي چې ښايي دغلته وژل شوي بهرني سرتيري د متحدو ايالاتو وي خو د دې خبرې پخلى ناټو لا تر اوسه نه دى کړى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت