BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:56 گرينويچ 2007 ,04 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کې د ايساف ٦ سرتيري وژل شوي
ايساف
دا په روان ميلادي کال کې دويم ځل دى چې په يوه پېښه کې د ايساف گڼ شمير سرتيري وژل کيږي
په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي د دوى شپږ سرتيري او له هغوى سره په کار بوخت يو افغان کارکوونکى نن ( چارشنبې د چنگاښ ١٣ د جولاى ٤ ) د افغانستان په سويل کې وژل شوي دي .

له کابله په خپره شوې خبر پاڼه کې د وژل شويو سرتيرو نوره پېژندگلوي نه ده شوې چې د کوم هيواد اوسيدونکي دي .

دغه راز دا هم نه دي ويل شوي چې په کوم ولايت کې دغه پېښه شوې ده خو ويل شوي دي چې گاډى يې پر يوۀ ماين ختلى دى .

خبر پاڼه د ايساف د يوې وياندې مريا کارل له خولې يوازې دومره وايي چې دوى د دغو سرتيرو پر وژنه خواشيني دي .

د افغانستان په سويلي ولايتونو ، کندهار ، هلمند او ارزگان کې د کاناډا ، برتانيا او هالنډ سرتيري ځاى پر ځاى شوي دي .

په روان ميلادي کال کې دا دويم ځل دى چې په گڼ شمير کې د ناټو سرتيري په يوه پېښه کې وژل کيږي .

څو اوونۍ وړاندې د کاناډا شپږ سرتيري په يوه پېښه کې د کندهار په ولايت کې وژل شوي و .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت