|
په افغانستان کې د ناټو شپږ سرتېري وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د تازه تاوتريخوالي په ترڅ کې د ناټو شپږ سرتېري وژل شوي دي. دا شپږ سره تېره ورځ د هېواد په سويل او ختيځ کې وژل شوي دي. د ناټو ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي د دوى څلور سرتېري هغه مهال په ختيځ کې ووژل شول چې د دوى گاډى د سړک د غاړې پر بم وخوت. همدارنگه په ختيځ کې يو بل سرتېرى په جلا پېښه کې وژل شوى. د ناټو ځواکونو خبرپاڼه وايي شپږم سرتېرى په سويل کې په يوه پېښه کې وژل شوى. د دغو پېښو دقيقې سيمې نه دي ښوول شوې. خبرپاڼې دا هم نه دي ويلي چې وژل شوي سرتېري د کوم هېواد دي. ناټو په افغانستان کې شاوخوا تر ٣٧٠٠٠ زيات سرتېري لري چې له ٣٧هېوادونو څخه جوړ دي. پر دغو ځواکونو باندې د افغانستان په سويل او ختيځ کې په وروستيو مياشتو کې بريدونه زيات شوي، چې وسله وال طالبان يې زياتره تر شا وي. تېره ورځ هم په ختيځ ولايت کونړ کې د ناټو يو سرتېرى د وسله والو طالبانو په کمين کې وژل شوى و. | ورسره تړلي نور خبرونه په کونړ کې د ناټو يو سرتېرى وژل شوى22 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||