|
په افغانستان کې پنځه بهرني سرتېري وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې په دريو جلا پېښو کې د ناټو او امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو پنځه سرتېري وژل شوي او همدومره نور ټپيان شوي دي. د ختيځ ولايت کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په جگړه کې درې امريکايي سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي. دوه افغان سرتېري هم وژل شوي او اوه نور ټپيان دي. په سويل ختيځ کې د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو يوۀ وياند سټرين برګ بي بي سي ته وويل په څو ساعته جگړه کې يې درې سرتېري له لاسه ورکړي. نښته د طالبانو لخوا له يوۀ کمين وروسته نن (دوشنبه) سهار پيل شوه. د امريکايي پوځ وياند وسله والو طالبانو ته هم د مرگ ژوبلې د اوښتو خبره وکړه. طالبان خپله په جگړه کې د بهرنيو سرتېرو د سر د زيان شمېره لوړه ښيي. بلخوا په دوه نورو پېښو کې د ناټو په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د ناټو ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي يو سرتېرى يې تېره ورځ (يکشنبه) ناوخته د افغانستان په سويل کې د سړک د غاړې د بم په چاودنه کې ووژل شو. که څه هم خبرپاڼې په سويل کې د يوۀ وژل شوي او يوۀ ټپي سرتېري هويت نه دى په ډاگه کړى، خو په هاگ کې د دفاع وزارت دغه دوه هالنډيان ښوولي دي. دوى ته دغه مرگ ژوبله د ارزگان ولايت په دهراوت ولسوالۍ کې اوښتې ده. هاخوا، په سويل ختيځ ولايت پکتيکا کې د ناټو يو سرتېرى وژل شوى او يو ټپي دى. په سويل ختيځ کې د ناټو د پوځي اډې يوۀ وياند بي بي سي ته وويل سرتېرى يې نن (دوشنبه) له وسله والو طالبانو سره په جگړه کې وژل شوى دى. وياند وويل د دوى يو پوځي کاروان په ژيړوک ولسوالۍ کې نن سهار د وسله والو تر بريد لاندې راغى. د طالبانو يوۀ وياند بيا ادعا کړې چې په کمين کې يې د بهرنيو ځواکونو پنځه گاډي له منځه وړي او گڼ شمېر سرتېري يې وژلي دي. دافغانستان سويل او ختيځ ولايتونه په وروستيو مياشتوکې د زياتېدونکي تاوتريخوالي او بريدونو سيمې پاتې شوې. له وروستيو پېښو سره سږ کال د بهرنيو سرتېرو شمېره چې په افغانستان کې وژل شوي تر ١٥٠ اوړي. | ورسره تړلي نور خبرونه افغانستان کې د ناټو ٣ سرتيري وژل شوي دي28 جولاى, 2007 | خبرونه په افغانستان کې پنځه بهرني سرتېري وژل شوي12 اگست, 2007 | افغانستان په کونړ کې د ناټو دوه سرتيري وژل شوي دي06 جولاى, 2007 | خبرونه پکتيکا کې د ناټو سرتيرو ته مرگ ژوبله اوښتې05 جولاى, 2007 | خبرونه په افغانستان کې د ناټو شپږ سرتېري وژل شوي23 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||