|
افغانستان کې د ناټو ٣ سرتيري وژل شوي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د ايساف له لورې په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې راغلي چې پرون ( جمعه د زمري ٥ د جولاى ٢٧ ) يې درې سرتيري په جلا پېښو کې وژل شوي او ١٣ تنه نور يې ټپيان شوي دي . له بگرامه د ايساف له خوا په خپرې شوې يوې خبر پاڼې کې راغلي چې د ايساف دوه او د افغان ملي پوځ يو سرتىرى د جمعې په ورځ په نورستان ولايت کې د جگړې پر وخت وژل شوي دي . خبر پاڼه د پېښې ځاى نه ښيي خو زياتوي چې د ايساف ١٣ سرتيري او يو افغان سرتيرى او يو ملکي کس هم په دغه نښته کې ټپيان شوي دي . په کونړ کې د بي بي سي خبريال نعمت الله کرياب وايي چې په نورستان کې د امريکا په مشرۍ کې ځواکونو عمليات پيل کړي . زموږ د خبريال په وينا د ناټو يوه چورلکه هم بيړنۍ ناستې ته اړه شوې ده . وسله والو طالبانو ادعا کړې چې دوى پر دغې چورلکې گوزار کړى خو ناټو دغه ادعا ردوي . چارواکي وايي چې د کونړ په عملياتو کې ٢٤ وسله وال طالبان وژل شوي دي . له کابله په خپره شوې يوه بله خبر پاڼه کې ايساف وايي چې د جمعې په ورځ يې يو بل سرتيرى د افغانستان په سويل کې د جگړې پر وخت وژل شوى دى . ايساف د خپلو وژل شويو سرتيرو او د هغوى د هيواد نوم نه اخلي . په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د حکومت له نسکوريدو راهيسته په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو شاوخوا ٦٠٠ سرتيري وژل شوي چې ډيره برخه يې د متحدو ايالاتو څخه دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||