|
په کندهار کې پوليس وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په سويلي ولايت کندهار کې چارواکي وايي له وسله والو طالبانو سره په وروستيو جگړو کې لږترلږه پنځه پوليس وژل شوي او گڼ نور ټپيان دي. خو طالبان د لسگونو پوليسو د وژلو خبره کوي. په ختيځ کې بيا د ناټو ځواکونو پنځه سرتېري د وسله والو په بريد کې ژوبل شوي دي. په کندهار کې چارواكي وايي د پوليسو يوه کاروان هغه مهال له طالبانو سره په جگړه کې ښکېل شول چې تېره ورځ په غورک ولسوالۍ کې د وسله والو له کمين سره مخامخ شول. د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري بي بي سي ته وويل چې په جگړه کې پنځه پوليس وژل شوي او شپږ ټپيان دي. هغۀ په دغې جګړې كې د افغان سرتيرو د اوه ګاډو دبشپړ ويجاړېدو خبره هم تاييد كړه او ويې ويل چي دنښتې په دوران كې دوه پوليس ورك شوي وو چې وروسته بېرته ژوندي وموندل شول . وسله وال طالبان ادعاكوي چي په دغې جګړې كې يې تر ديرشو زيات افغان سرتيري وژلي او دا چې مړي يې اوس هم له دوى سره دي. خو افغان چارواكو تر اوسه د دومره شمېر پوليسو د وژل کېدو پخلى نه دى کړى. د کونړ بريد هاخوا په ختيځ ولايت کونړ کې د ناټو ځواکونه وايي د وسله والو طالبانو په يوۀ بريد کې يو ماشوم وژل شوى او د ناټو پوځيانو په گډون اته تنه ژوبل شوي دي. د ناټو ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي پنځه سرتېري يې د دريو نورو خلکو سربېره په کونړ کې هغه مهال ټپيان شول چې ځواکونه يې په ناړۍ ولسوالۍ کې تر بريد لاندې راغلل. د خبرپاڼې په خبره، يو ماشوم هم د وسله والو د توغنديو په بريد کې وژل شوى. د ژوبلو شويو بهرنيو سرتېرو هويت تر اوسه نه دى ښوول شوى. د ناټو پوځ خبرپاڼه زياتوي چې د وسله والو طالبانو توغندي تېر سهار په ناړۍ کې پر يوۀ کلي ولگېدل. له نښې د خطا کولو لامله يوۀ توغندي درې کليوال خلک ټپيان کړل او يو ماشوم يې وواژه. په وروستيو کې د ولسي خلکو مرگ ژوبله د افغانستان په نارامو سيمه کې زياته شوې چې ډېره يې د بهرنيو پوځيانو د بمباريو لامله خلکو ته اوړي. | ورسره تړلي نور خبرونه په کندهار کې اوه پوليس وژل شوي02 جولاى, 2007 | خبرونه 'د ولسواليو بايلل د پوليسو کمزورتيا ده'20 جون, 2007 | خبرونه په افغانستان کې شپږ پوليس وژل شوي21 مۍ, 2007 | خبرونه په غزني کې څلور پوليس وژل شوي10 مۍ, 2007 | خبرونه په افغانستان کې ١٣ پوليس وژل شوي06 مۍ, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||