|
'د ولسواليو بايلل د پوليسو کمزورتيا ده' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان او ناټو چارواکو ويلي دي چې د وسله والو طالبانو په لاس کې د ځينو ولسواليو کېوتل د پوليسو د کمزورتيا ده چې نه شي کولى له خپلو سيمو څخه دفاع وکړي. په افغانستان کې د معمول سره سم د زياتره ولسواليو او اداري مرکزونو څخه پوليس ساتنه کوي چې له همدې کبله ډير هم همدوى د حکومت د وسله والو مخالفانو د بريدونو موخه گرځي. د نړيوالې ټولنې د سلگونو ميليونو ډالرو مرستې په مټ په تېرو پنځو کلونو کې په لسگونو زره افغان پوليس روزل شوي او په وسلو او پوځې وسايلو سمبال شوي دي. خو افغان او ناټو يو شمېر چارواکي وايي چې لاهم پوليس ددې توان نه لري چې د ولسواليو سمه دفاع وکړي. د دفاع وزارت يوۀ مشر چارواکي، ډگرجنرال شيرمحمد کريمي، د هيواد په سويل کې د وسله والو مخالفانو لاس ته د ځينو ولسواليو د کېوتو پړه هم پر پوليسو اچوي چې وايي کمزوري دي . هغه وايي:''له بده مرغه زموږ پوليس دا وړتيا نه لري چې د افغانستان له ټولو ولسواليو څخه دفاع وکړي . دښمن تل کمزوري ټکي په نښه کوي. دښمن هيڅکله هم نه دى توانېدلي چې هغه ځايونه ونيسي چې ملي پوځ او د ناټو او امريکا پوځونه پکې ځاى په ځاى دي.'' د ناټو د ځواکونو يوۀ چارواکي هم ورته خبره وکړه او د پوليسو د ليکو د پياوړي کولو او پر اړينو وسايلو د هغوى پر سمبالولو يې ټينگار وکړ .
دغه څرگندونې له هغه يوه ورځ وروسته کيږي چې وسله والو طالبانو د کندهار د ميانشين ولسوالۍ ونيوله. خو د ناټو چارواکي وايي چې وسله وال طالبان د دې ځواک نه لري چې د اوږد وخت لپاره ددوى لخوا نيول شوي ولسوالۍ په خپله ولکه کې وساتي. ددوى په وينا د نيولو له بريده وروسته، طالبان د ميانشين له ولسوالۍ څخه هم بيرته تښتيدلي دي. خو د ځينو په وينا ښايي دغه استدلال ډير هم سم نه وي ځکه دوى وايي د موسى کلا په گډون همدا اوس طالبان د هلمند ولايت پر څو ولسواليو ولکه لري . د طالبانو له لورې د ولسواليو د نيول کېدو خبرونه په داسې مهال کې ورکول کېږي چې په زرگونو بهرني او افغان پوځيان د کندهار او هلمند په ولايتونو کې د وسله والو طالبانو په وړاندې په عملياتو بوخت دي. ددفاع وزارت چارواکي وايي ددغو عملياتو يوه موخه په هغو ولسواليو ته د حکومت د واک غځول دي چې وسله وال طالبان پرې ولکه لري . | ورسره تړلي نور خبرونه طالبانو د کندهار يوه ولسوالۍ بايللې، بله يې نيولې20 جون, 2007 | خبرونه په افغان پوليسو کې نوي بدلونونه 19 جون, 2007 | خبرونه د هلمند په گريشک کې ولې پرلپسې جگړې کيږي ؟18 جون, 2007 | خبرونه افغان دولت: گيرو ولسوالي مو بيرته نيولى27 اپريل, 2007 | خبرونه وردگ : طالبان پر يوې نۀ پر ٣ ولسواليو واکمن دي28 فبروري, 2007 | خبرونه هلمند: طالبانو د دوه ولسواليو د نيولو ادعا کړې 18 جولاى, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||