BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:58 گرينويچ 2007 ,19 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغان پوليسو کې نوي بدلونونه

پوليس
دغه نوى پرمختگ د افغانستان په سوېلي ولايتونو کې شوى دى چيرته چې امنيتي حالات ورځ په ورځ د ترينگلتيا په لور درومي .
د افغانستان د کورنيو چارو وزرات په ولايتي کچه د پوليسو د يو لړ جيگ پوړو چارواکو ترمنځ د بدلون اعلان کړى دى .

دغه نوى پرمختگ د افغانستان په سوېلي ولايتونو کې شوى دى چيرته چې امنيتي حالات ورځ په ورځ د ترينگلتيا په لور درومي .

د افغانستان حکومت دغه گام د امنيت د ښه کولو په تمه پورته کړى دى .

هغه نومونه چې دافغانستاند کورنيو چارودوزارت په خبري وينا کې راغلي دي ، د ولايتي پوليسو د مشرتابه لپاره نوي نومونه نه دي .

دددوى ترمنځ يو شمير داسې کسان هم شته چې څو ځلې له يوه ولايت څخه بل ته د پوليسو د مشرانو په توگه بدل شوي دي .

خو د افغانستان دولت دا گام ددې لپاره پورته کړى دى چې په امنيتي حالاتو کې بدلون راولي. دا پرمختگ يوازې د افغانستان د سوېلي ولايتونو د پوليسو ترمنځ راغلى دى ،چيرته چې وار له مخه امنيتي حالت ډير خرابه دى .

د کورنيو چارو د وزارت په مطبوعاتي وينا کې د افغانستان د پکتيا ، هلمند ، زابل ، کندهار،نورستان د پوليسو مشران او د سوېلي ولايتونو د پوليسو سيمه ييز ريس بدل شوي دي .

دا ټول داسې کسان دي چې له دې وړاندې يې هم په نورو ولايتونو کې ورته دندې ترسره کولې .

دا په تيرو کال کې څويم ځل دى چې لوړ پوړي پوليس له يوې دندې بلې ته بدليږي .

د څو کلونو راهيسې د افغانستان پر پوليسو نيوکې ډيرې دي او کارونه يې دخلکو له غوښتنو سره سم نه دي .

په ډيرو برخو کې پر پوليسو نيوکې دادي چې بډې اخلي او ناامنۍ ته لمن وهي ، قانون ماتوي او د افغانانو په ساتنه کې پاتې راغلي دي .

خو د کورنيو چارو وزارت وايي چې دوى د پوليسو پر روزلو بوخت دي چې د ټول افغانستان امنيتي چارې سمبال کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت