|
په غزني کې څلور پوليس وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
څلور پوليس د طالبانو په بريد کې په سويلي ولايت غزني کې وژل شوي. سيمه ييز چارواکي وايي وسله والو طالبانو نن (پنجشنبه) په گيلان ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړ او څلور پوليس يې ووژل. د گيلان ولسوال مير احمد طيب بي بي سي ته وويل پوليس پر يوه پوسته باندې د طالبانو د يوې ډلې له لورې په يوه ناڅاپي بريد کې وروسته ووژل شول. طالبان بيا له دغو مرگ ژوبلو سربېره د يوۀ پوليس د يرغمل نيولو خبره هم کوي، خو د گيلان ولسوال يې نه مني. د همدې ولايت په اندړو ولسوالۍ کې بيا له طالبانو سره څو ساعته جگړه شوې، چې په پايله کې يې چارواکي وايي، پنځه وسله وال وژل شوي. د غزني د پوليسو مشر عليشاه احمدزى وايي کسان يې په چارديوال سيمه کې وروسته له هغه له طالبانو سره ونښتل چې هغوى پر سړک باندې بهرنيو ځواکونو ته د خوراکي توکو پر يوۀ رسوونکي موټر بريد وکړ. طالبان د خپلو پنځو کسانو وژل نه مني. تېره ورځ په اندړو کې طالبانو د يوۀ پاکستاني انجينر چې د غزني - پکتيکا پر سړک يې کار کاوه د يرغمل نيولو خبر هم ورکړى و. خو سيمه ييزو چارواکو لا تر اوسه د دې خبرې پخلى نه دى کړى. غزنى په سويل کې يو له تر ټولو نارامه ولايتونو څخه دى. څو اونۍ مخکې وسله والو طالبانو همدلته گيرو ولسوالۍ ونيوله او پنځه پوليس يې ووژل. | ورسره تړلي نور خبرونه افغان دولت: گيرو ولسوالي مو بيرته نيولى27 اپريل, 2007 | خبرونه په افغانستان کې ١٣ پوليس وژل شوي06 مۍ, 2007 | خبرونه خوست او غزني کې ځانمرگي بريدونه شوي06 جون, 2006 | خبرونه د غزني والي خلک د اورپکو په ملاتړ تورن کړل11 مۍ, 2006 | خبرونه د غزني په نښتو کې ١١ طالبان وژل شوي19 مۍ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||