|
خوست او غزني کې ځانمرگي بريدونه شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د غزني په ولايت کې نن ( سه شنبې د غبرگولي ١٦ د جون ٦ ) يوۀ ځانمرگي بريد ٤ کسان په يوې مدرسې کې وژلي او لږ تر لږه ١٠ تنه نور يې ټپيان کړي دي . عيني شاهدان ادعا کوي چې مرگ ژوبله تر دې هم ډيره ده . دغه بريد د غزني ښار په څلور کيلومترۍ کې د قعله قاضي په نامۀ د سيمې په يوه مدرسه کې وشوه . د غزني والي شير علم ابراهيمي بي بي سي ته وويل (( داسې ښکاري چې په مدرسې کې ناست کسان له بريد کوونکي سره ملۀ وو او ښايي چاودنه يې بل ځاى غوښته خو تر وخت وړاندې شوې ده . )) امنيتي چارواکي ادعا کوي چې ددوى د لومړنيو پلټنو له مخې بريد کونکى بهرنى وو خو د هويت په اړه يې څه نه دي ويل شوي . دا برېد په خوست کې د امريکايي ځواکونوپر کاروان له بريد نه څو ساعته وروسته وشو چې په هغه کې لږ تر لږه دوه امريکايي سرتيري ټپيان شول . د خوست والي د افغان دولت پخواني تورونه تکرار کړي چې گواکې دغه ځانمرگي بريد کوونکي له پولې پورې غاړې روزل کيږي . دغه راز په يوۀ بل بريد کې د ننگر هار ولايت د خوگياڼو په ولسوالۍ کې هم چاودنه شوې ده . ظاهرآ دا چاودنه په هغه ځاى کې شوې چې ايتلافي ځواکونه پرې تېرېدل . که څه هم سيمه ييزو چارواکو چاودنه منلې خو د مرگ ژوبلې يا نورو جزيياتو له څرگنداوي يې ډډه کړې ده . افغانستان په دې وروستيو کې ديو لړ ځانمرگو بريدونو شاهد دى چې د ډېرو دغو بريدونو پړه د طالبانو پاتې شونو پر غاړه اخيستې ده د ٢٠٠٦ کال له پيل څخه راهيسته په افغانستان کې ٢٣ ځانمرگي بريدونه شوي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||