|
په افغانستان کې ١٣ پوليس وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويل او لوېديځ کې د وسله والو طالبانو د تازه بريدونو په ترڅ کې ١٣ پوليس وژل شوي دي. تر ټولو وروستى بريد نن (يکشنبه) سهار د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوې گزمې وشو. د غزني د امنيت مشر محمد زمان وايي د پوليسو پر يوې ډلې هغه مهال د سړک د غاړې بم وچاودېد چې دوى د مقر-پکتيکا د نوي جوړېدونکي سړک ساتنه کوله. په دې چاودنه کې پنځه پوليس وژل شوي او دوه ټپيان دي. طالبان وايي له لرې کنترولېدونکى دغه بم پر پوليسو دوى چاودولى. هاخوا، په لوېديځ ولايت فراه کې له طالبانو سره په يوه نښته کې تېره ورځ ناوخته لږ تر لږه اته پوليس وژل شوي. سيمه ييز چارواکي وايي طالبانو په بکوا ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوې پوستې يرغل وکړ، چې بيا وروسته له امنيتي ځواکونو سره په څو ساعته جگړې کې ونښتل. په کابل کې د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي شاوخوا ٢٠ طالبان هم په دې نښته کې وژل شوي. د افغانستان سويل او ختيځ د دغه هيواد تر ټولو نارامه برخې دي، خو په دې وروستيو کې په لوېديځ کې فراه او هرات ولايتونه هم د ورته ناراميو سيمې پاتې شوې. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||